اسلام آباد/پېښور 04 نومبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د حكومت د كامياب جوان پروګرام او د انصاف روزګار سك??م په شان د قرضې سك??مونو څخه اولس او په خاص توګه مېرمنو او ځوانان مستفيد كولو لپاره د هغوي لارښونې ته اړتيا ده٬ صوبائي واكمن دې د چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري سره په ګډه ځوانانو كښې د حكومت د قرضې سيكمونو پحقله شعور بېدار كړې دغسې چې ځوانانو لپاره د روزګار موقعې پېدا كولو سره سره هغوي د كاروبار كولو جوګه كړې شي۔ د ايوان صدر كښې پرېس ونګ له مخې صدر مملك?? د ??ې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په وزيراعلٰې هاٶس پېښور كښې د خېبر پښتونخوا حكومت كاركردګۍ پحقله د بريفنګ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان، صوبائي وزيران او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ صدر مملكت ووئيل سرمايه كار راغب كولو لپاره په صوبو كښې كاروبار كولو كښې لا آسانۍ پېدا كولو ته اړتيا ده ، د معدنيات او كان كنۍ څانګې ودې سره به د صوبې د اولس پرمختګ او ځائي آبادئ لپاره لپاره د روزګار موقعې ممكن شي۔ ده ووېيل نوې ضم شوې ضلعو كښې د شخړو متبادل حل نظام څخه به اولس ته په سمدستي توګه او ارزان انصاف وركړې شي او دې سره به په عدليه بوجھ كمولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ صدر مملك?? د ??ريفنګ په مهال خبر كړې شو چې د ضم شوې ضلعو پرمختګ او ښه والې ته خاص پاملرنه كيږي او دلته انتظامي انضمام بشپړ شوې دې، ضم شوې ضلعو لپاره 491 اربه روپو 901 منصوبې منظورې كړې شوې دي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ته د ضم ضلعو كښې د تعليم، صحت، سړكونو، توان او د انتظامي انفراسټركچر ښه والې منصوبو كښې په پېشرفت هم بريفنګ وركړې شو۔ صدر مملك?? د ??وبائي حكوم?? د ??رې كلنې كاركردګۍ ستائنه وكړه او په ضم شوې ضلعو كښې د اولس مسئلو حل لپاره په مشاورت كولو د صوبائي واكمنو ستائنه وكړه٬ ده د صحت معياري سهولتونو لپاره د صحت انصاف كارډ سهولت تر ضم شوې ضلعو په پراخه كولو د اطمينان څرګندونه وكړه