ملتان 07 نومبر(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پي ډي ا??م په بهرنې اېجنډا كار كوي، د پي ډي اېم ګوندونه د فېډرېشن مخالف دي، په دې كښې د شاملو ګوندونو نه كومه نظريه شته او نه كومه اېجنډا، كه لانګ مارچ وي يا ش??رټ مارچ، يرېدونكي نه يو، پي ډي اېم دې د احتجاج او مارچ شوق پوره كړي، د تېر وخت پشان به دې ځل ته هم پي ډي اېم مايوسه كېږي. تې??ه ورځ يوې دس??ور?? ته په خ??له وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې د حكومت رانسكورولو خواهش به خواهش پاتے شي، تحريك انصاف يواځنې ګوند دے كوم چې د فېډرېشن پلوي او قومي سياسي ګوند دے. ده ووئيل چې د پي ټي آئي اېجنډا قوي ده او د دې جرړې په ټول هېواد كښې خپرې شوې دي. ده ووئيل چې حكومت به خ??له آئيني موده ترسره كوي، د اسمبلې نه بهر خلق دې د وخت انتظار وكړي. ده ووئيل چې د كال 2023م په ټولټاكنو كښې به هم تحريك انصاف اقتدار ته راځي.