اسلام آباد 10نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي افغانستان د خپل تارېخ د پرېكنده دور څخه تېرېږي٬ د ګاٶنډي په حېث د پاكستان فرض دے چې د سوله ايز او مستحكم هېواد په توګه د افغانستان ملاتړ ??وا?? اوساتي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه قوي تجارتي اړيكو سره به سوكالي راشي چې ورسره به په منطقه كښې اقتصادي هلې ځلې زياتې شي۔ د دې خيالاتو څرګن??ون?? ده د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د پاکستان او افغانستان جوائنټ چيمبر آف کامرس (PAJCCI) تر سېوري لاندې د “پاكستان او افغانستان اقتصادي هلو ځلو اتم فوكس ډسكشن” ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده وو??يل پاکستان عمر له افغانستان سره اقتصادي او د تجارتي هلو ځلو په بنياد اړيكو له خوښي لرلې ۔ ده د پاك افغان تجارتي لارې اهميت رامخې ته كړو كوم چې د زرګونو كاله ورثه لري۔ ده د وزيراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار معيد يوسف او افغانستان لپاره د وزيراعظم خاص استازې صادق خان په مشرۍ كښې د جوړې كړې ډلې ګډون كوٶنكي خبر كړل چې دا ډله زمونږ د هېوادونو ترمېنِځه د دوه اړخيزه او د ټرانزټ ټرېډ خامۍ لرې كولو لپاره هره ورځ ناسته كوي۔ سپيكر اسد قېصر وو??يل د پاك افغان پرېنډ شپ ګروپ به راتلونكې غونډه كښې د چېمبرز آف كامرس نمائندګان رابلي۔ ده وو??يل افغانستان لپاره نوې ويزه پاليسي نافذ كړې شوې چې پكښې زده كوٶنكو٬ رانځورانو او د ژوند هرې څانګې لپاره سهولت موجود دے ٬ په دې موقع د PAJCCI صدر جاوېد بلواني د پاکستان او افغانستان د دوه اړخيزه اړيكو او ټرانزټ ټرېډ په ملاتړ او سهولت كارۍ د سپيكر اسد قېصر د ستړو ستائنه وكړه۔