اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د مسيحي ټولنې پشمول اقليتونه د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار لري٬د اوسنو حالاتو تر مخه د امن او امان پېغام خپرولو ضرورت دے۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ?? كرسمس په اړه دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ده د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې مسيحي ټولنې ته مباركي وركولو سره ووئيل دا ورځ د حضرت عيسٰی عليه السلام په ت??ليمات د عمل كولو د عزم د پخلي كولو موقع ده ٬هغه د امن پېغام رسونكے ؤ ٬په مذهبي تعليمات كښې ورورولي او يو بل معاف كول لويه درجه لري٬په نړۍ كښې ?? دې پېغام عام كولو ضرورت دے۔ده ووئيل په نړۍ كښې ??نګونه او قتلونه روان دي٬په ماشومانو او مېرمنو ظلمونه كې??ي٬??ر چرچ د دې ظلم او جنګ نفي كوي۔ده ووئيل په نړۍ كښې ??من لپاره د هڅو كولو ضرورت دے۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د سيالكوټ پېښه د شرمندګۍ وړ ده۔ده د امن په اړه ?? اسلامي او مسيحي تعليمات حواله وركولو سره ووئيل په نړۍ كښې ??من لپاره په دې تعليمات د عمل كولو ضرورت دے۔د دې څخه وړاندې دستورې ته په خپله وېنا كښې ?? مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې مسيحي ټولنې ته د كرسمس مباركي وركړه۔ده ووئيل د لوي څښتن ټول انبياﺀ كرام٬پیغمبران٬مذهبونه او اديان د امن او محبت درس وركوي٬زمونږ پېغام دا دے چې پاكستان د ټولو دے۔په ټولنه كښې ټول خپل حقونه لري او په عزت سره ژوند تېروي۔دستورې ته د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ پارليماني سېكرټري شنيلا روته هم وېنا وكړه۔د دستورې په مهال صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د كرسمس كيك هم پري كړو