پېنډۍ 24 دسمبر (اے پي پي)د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد ??اجوه سره پاکستان كښې د آسټراليا هائي کمشنر ډاکټر جيفري شا په جي اېچ كيو كښې د م??ه ښې اغستو ملاقات كړے ۔ د ملاقات په مهال د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال او په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر وئېلې دي په افغانستان كښې د زيات شوې انساني بحران مخنيوي لپاره مخلصانه هلو ځلو ته اړتيا ??ه۔ ده په افغانستان كښې امن او د روغې جوړې اقداماتو اهميت رامخې ته كړو۔ سرلښكر په پاكستان كښې د اسټراليا هائي كمشنر ډاكټر جيفري شا په خدمات د ھغه مننه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د م??بوطو اړيكو ودې له ئې د دوي د م??ستې اعتراف وكړو ۔ دغسې د آسټراليا هائي كمشنر په افغان صورتحال او سيمه ايز استحکام كښې د پاکستان د كردار ستائنه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمېنځه بهتر اړيكو لپاره د كار روان ساتلو د عزم څرګندونه ئې وكړه