اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) د پاك افغان مرستې فورم لاندې د الخدمت فاؤنډېش لخوا د 300 ټنه درملو او خوراك سامان 27 ټركونه د جمعې په ورځ افغان چارواكو ته وسپارلې شؤ۔ د سامان سپارلو په دستوره كښې د پاک افغان کوآپرېشن فورم چیئرمېن حبیب اللہ خټک، د الخدمت فاونډېشن صدر خالد وقاص، د الخدمت فاونډېشن ډائرېکټرز اعجاز اللہ خان او آصف جمال دیر ګډون وكړو۔ افغانستان لخوا دا كھېپ د رو??تي?? او زده كړو وزير انجینئر محمد اسماعیل روحانی، ډائرېکټر مهاج??ین مولوی شیرزاد او د طورخم انچارج کوآرډینیشن حافظ محمد ترلاسه كړو۔ دې نه وړاندې فورم په کابل او خوست كښې وېړيا آئي كېمپ لګولې وو چرته چې پاكستاني ډاكټرانو په كابل او خوست كښې د موتيا 530 آپرېشنونه ا?? د 8120 رنځورانو معائنه وكړه۔ په پبلك هېلتھ آفس خوست كښې لګولې شوي وېړيا آئي كېمپ كښې د موتيا نزدې 324 آپرېشنونه ا?? د 2670 رنځورانو معائنه ا?? د جناح روغتون كابل په فري آئي كېمپ كښې د موتيا نزدې 206 آپرېشنونه ا?? د 5450 رنځورانو معائنه وكړې شوه۔ يو رنځور د خپل آپرېشن نه وروستو په درملنو كولو د فورم مننه كولو سره ووئيل دا ډېره ګرانه وه ولې چې په جنګ ځپلي هېواد كښې د رو??تي?? بنيادۍ آسانۍ لمينځه تلي دي۔ هغه ووئيل كه دا آپرېشن په نجي توګه شوې وې نو په دې به ډېر زيات رقم مصرف شوې وو ولې په آئي كمېپ كښې يوه پېسه هم مصرف نه كړې شوه ا?? درملنې ممكن شوې