اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان ??ئي??ي دي پاکستان د کشمیریانو د خپلواكۍ حق ??پا??ه په خپل لوظ كلك ولاړ دے٬ نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید په مقبوضه جمو کشمیر کښې د هند جنګي او د انسانيت په ضد روانو جرمونو په اړه كارروائي وكړي۔ د ش??رؤ په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم و??ئي?? په مقبوضه كشمير كښې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د رايو شمېرې لوظ تر دې دمه ترسره نه شو او دا ځكه چې هندوتوا د مودي حكومت په مرسته د سلامتي كونسل د قراردادونو ٬ د بشري خواخوږۍ ق??انينو او د څلورم جنېوا كنونشن په شمول د نړيوال كنونشنز خلاف ورزي كوي او په غېر قانوني توګه د قبضه كړې شوي كشمير حېثيت او د ودانۍ تناسب بدلولو هڅه كولو سره جنګي جرمونه كوي۔ وزيراعظم و??ئي?? نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید په مقبوضه جمو کشمیر کښې د هند د جنګي او د انسانيت په ضد د روانو جرمونو په اړه كارروائي وكړي ولې چې كشميري اولس هندي قبضه او ظلم او جبر مسترد كړې او د دې په ضد ئې خپلې هڅې روانې ساتلې دي۔ هغه و??ئي?? پاکستان د کشمیریانو د خپلواكۍ حق ??پا??ه په خپل لوظ كلك ولاړ دے