اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د نواز شريف بهر هېواد ته تګ ناروغتيا نه فراډ ٶ٬ د نواز شريف بهر هېواد كښې د هلو ځلو نه برېښي چې ھغه د پاكستان رياست او قانون پورې ټوقې كوي٬ د نواز شريف بهر هېواد ته د تګ په فراډ كښې شهباز شريف په بشپړه توګه ككړ دے٬ شهباز شريف په عدالت كښې جعلي بيان خلفي جمع كړې كوم چې د آئين د آرټيكل 63 خلاف ورزي ده٬ وفاقي كابينې د شهباز شريف په ضد هائي کورټ سره د رجوع كولو پرېكړه كړې، د مري پېښې پلټنو لپاره د لوړې كچې انكوائري كمېټې جوره كړې شوې ، په پنځو ورځو كښې يو لك 64 زره ګاډي مري ته داخل شوي، په 5 ګاډو كښې 22 كسان پحق رسيدلي٬ د حق رسېدو پېښې په كلډانه او باړياں كښې رامخئ ته شوي، ځينې كسان په ګاډو كښې د هيټر لګولو نه پس اوده شوي وو ٬ په ګاډو كښې د كاربن مونو آكسائيډ ګاز له امله كسان مړه شوي، وزيراعظم د مري په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې٬ وفاقي کابينې سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د روشن ډيجيټل اکاٶنټس پروګرام د لارې په 400 كناله زمكه د استوګنې منصوبې پېل كولو منظوري وركړې، دې منصوبې څخه د دوه اربه ډالرو سرمايه كاري راتللو امكان دے، کابينې د مالي كال 21-2020 په آخري درېو مياشتو كښې د برېښنا په بيعه كښې د اېډجسټمنټ منظوري هم وركړې ، دا اېډجسټمنټ به په دريو قسطونو كښې صارفينو ته وركولې شي، دې سره به د برېښنا صارفينو ته ريليف ترلاسه شي٬ د کابينې په غونډه كښې د سمبړيال کھارياں موټر وے منصوبې منظوري هم وركړې شوې٬ وزيراعظم د پېنډۍ– کھارياں موټر وے په منصوبه زر تر زره د عملدرامد كولو امر كړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته په بريفنګ كښې وكړه۔ ده و??ئيل وفاقي کابينې ته په مري پېښه تفصيلي بريفنګ وركړے شوے او د حق رسېدليو بخښنې لپاره فاتحه خواني شوې۔ ده و??ئيل د غم په دې ګهړۍ كښې د حق رسېدليو كورنيو سره و??اړ يو۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل كابينه خبر كړې شوه چې په پنځو ورځو كښې يو لك 64 زره ګاډي مري ته داخل شوي، په 5 ګاډو كښې 22 كسان پحق رسيدلي٬ د حق رسېدو پېښې په كلډانه او باړياں كښې رامخئ ته شوي، د واورې ورېدو له امله و??ې په سړكونو راغورځېدلې او د سړكونو بندېدو له امله د ګاډو قطارونه جوړ شوي٬ زياتره كسانو ګاډي پرېښې او پياده تللي ۔ ده و??ئيل د واورې ورېدو له امله د مشينرۍ او چورلكو رسنه ګرانه و?? ٬ ځينې كسان په ګاډو كښې د هيټر لګولو نه پس اوده شوي٬ په ګاډو كښې د كاربن مونو آكسائيډ ګاز له امله كسان مړه شوي۔ ده و??ئيل پاکستان كښې په كورنۍ سېلګرۍ كښې انقلاب راغلے ٬ صوبائي واكمن٬ اتهارټيز او ځائي انتظاميه سېلګرۍ لپاره چمتو كولو ته اړتيا ده، مري كښې په يو نيم لك ګاډو كښې د لكهونو په شمېر كسان سېل سپاټې لپاره تللي٬ زمونږ انتظام د انګرېزانو د دور راهسې راروان دے٬ په ماضي كښې په دې كښې هېڅ بدلون نه دے راوستلے شوے۔ ده و??ئيل حکومت سېلګرۍ ته د يوې څانګې په توګه د ودې وركولو هڅې كوي٬ حكومت 13 نوي د سېل ځايونه جوړ كري ،د آزادۍ نه پس د سېل يو ځائ هم نه ٶ جوړ كړے شوے۔ ده و??ئيل عمران خان چې د وزيراعظم جوړېدو نه وړاندې كله کمراټ ته تللے ٶ او ځائي عكسونه وائرل شول نو کمراټ ته په لويه شمېره خلق سېل لپاره ورسېدل۔ ده و??ئيل پاکستان د سېلګرۍ په څانګه كښې زيات صلاحيت لري٬ پاکستان په معاشي توګه قوي كولو لپاره به سېلګرۍ ته د صنعت درجه وركول وي۔ ده و??ئيل په مري كښې د انتظامات بهترۍ لپاره په چارو نظر ثاني روانه ده، نوې قوانين به جوړولې شي۔ ده و??ئيل پاك پوځ او سول ادارو په بشپړه ډول د رېسكيو چارې ترسره كړې ٬ په 24 ساعته كښې ئې د لكهونو په شمېر د خلقو انخلاء ممكن كړې۔ د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د ناران ، کاغان پشمول په نورو سيمو كښې هم د سېلګرو شمېره زياته شوې٬ زياتره خلق په دغه سيمو كښې موجود دي٬ دپنجاب او خېبرپښتونخوا واكمن د سېل د ځايونو سخته نګراني كوي، دغس ېټورازم اتھارټيز له هم الرټ پاتې كېدو ته اړتيا ده۔ ده و??ئي?? شهباز شريف په عدالت كښې شخصي بيان جمع كړے چې په بنياد ئې نواز شريف بهر ته تللے ٬ 17 مياشتې وشوې خو د نواز شريف درملنه و??شوه ٬ داسې برېښي چې د نواز شريف بهر هېواد ته تګ به ناروغتيا نه په فراډ آډآنه ٶ۔ د نواز شريف بهر هېواد ته د تګ په فراډ كښې شهباز شريف په بشپړه توګه ملوث دے٬ ده و??ئې?? شهباز شريف په عدالت كښې جعلي بيان خلفي جمع كړے كوم چې د آئين د آرټيكل 63 خلاف ورزي ده٬ وفاقي كابينې د شهباز شريف په ضد هائي کورټ سره د رجوع كولو پرېكړه كړې۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي کابينې ته اسد عمر او خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان د كرونا په صورتحال بريفنګ وركړے۔ ده و??ئيل پاکستان كښې د ويکسينيشن ټول هدفونه ترسره كړے شوي ٬ مونږ د دوه اربه روپو واكسين اولس ته و??ړيا لګولي۔ ده و??ئيل پاکستان د کرونا وباء د کاميابې حکمت عملۍ د لارې مق??بل?? كړې او د دغه كاميابۍ تر مخه پرېكړه شوې چې د لاك ډاٶن لګولو حاجت نشته٬ د صورتحال جاج به اخستلے كېږي۔ ده و??ئيل کابينې د ماسك په اچولو او د اېس او پيز سره سره د ويکسينيشن زر تر زره د بشپړلولو په ضرورت زور رواړے۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي کابينې ته په الېکټرانك ووټنګ مشينز بريفنګ وركړے شوے٬ اليکشن کمېش رائے وركړې چې په 15م اپرېل په اسلام آباد كښې دې بلدياتي انتخابات وكړے شي ، د دې نه وړاندې به اليکشن کميشن آف پاکستان ته الېکټرانك ووټنګ مشينز وركولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د تجارت وزارت په سفارش د انټليکچوئل پراپرټي آرګنائزېشن چيئرمېن او ممبرز د غوره كولو منظوري وركړې شوې٬ د چيئرمېن په توګه د آصف رشيد منظوري وركړې شوې او د پنجاب نه د دوه او پاتې صو??و نه د يو يو ممبر تعيناتولو منظوري وركړې شوې۔ ده و??ئيل کابينې د خارجه وزارت په سفارش د سعودي حکومت لخوا د پاك فضائيه 100 اهلكارو له د وركړے شوي”نوت التمرين ميډلز” د اېکس پوسټ فېکټو منظوري وركړې ۔ ده و??ئيل كابينې د خزانې وزارت په سفارش سيکورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان له د اسلام آباد کيپيټل ټيريټري ټرسټ اېکټ 2020ء له مخې د کريډټ ګارنټي ټرسټ فنډ ريګوليټر جوړولو منظوري هم وركړې٬ دا منظوري د غېر قانوني سرمايې بهر ته د منتقل كولو مخنيوي لپاره وركړې شوې ۔ ده و??ئيل كابينې سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د روشن ډيجيټل اکاٶنټس پروګرام د لارې د سي ډي اے پارك روډ، زون 4، اسلام آباد كښې د استوګنې منصوبې (400 كناله) پېل كولو منظوري هم وركړې چې په كښې به شپږ زره كورونه جوړولې شي او دې منصوبې څخه د دوه اربه ډالرو سرمايه كاري امكان لري۔۔ ده و??ئيل کابينې د سي ډي اے د مالي كال 22-2021 بجټ ا??دازو منظوري وركړې او د مالي كال 21-2020 د نظر ثاني شوو بجټ ا??دازو هم منظوري وركړې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په ن ليګ كښې چې كوم صورتحال دے ھغې څخه داسې معلومېږي چې د ن ليګ اېم اېن اېز به د پارټۍ څخه جلا شي