اسلام آباد۔1فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې سكروټني كمېټۍ په خپل رپورټ كښې د اكبر اېس بابر دعوې په ډاګه كړې ٬ مونږ ته د اسرائيل ??و هند څخه د فنډز اخستو طعنې راكوؤنكي مريم او بلاول دې د خپلو پارټي اكاؤنټس ځواب وكړي٬ د اکبر اېس بابر درخواست او هغې سره لګېدلې ټولې ادعاګانې بې بنسټه ثابت شوې٬ هېڅ ثبوت نه وو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د فنډنګ كېس اورېدنې نه وروستو الېكشن كمېشن څخه ب??ر ميډيا سره خبرې كولې۔ هغه ووئيل ?? ن لیګ، پی ټی آئی او پیپلز ګوند فنډنګ كېس په اړه سماعت په الېكشن كمېشن كښې روان دې ٬ نن د سكروټني كمېټۍ رپورټ جمع شوې دې ، پېراوائز جواب الېکشن کمېشن ته وړاندې كوؤ۔ وزیر مملکت ووئيل ??كبر اېس بابر سكروټني كمېټي مطمئن نه كړې شوه٬ ن لیګ او پیپلز ګوند د خفيه اكاؤنټس تفصيلات ورنكړې شول ، د كروړونو روپو ثبوتونه نشته٬ د پاپړ او فالودې خرڅونكو او د مړو په اكاؤنټونو كښې پېسې راوځي۔ د سکروټنی کمېټی غړي ریټائرډ كېدو سره غېر فعاله شوي دي۔ هغه ووئيل پي ټي آئي خپل ټول ثبوتونه وړاندې كړې دي٬ نور دې هم راوړاندې شي۔ هغه ووئيل ?? ثناﺀ الله ججانو ته دړكه د ټولو وړاندې ده ٬ دا په عدليه ب??يد دے ، د اعلی مشرتابه نوټس نه اخستلو مطلب دا دې چې دا د دوئي پارټي پالېسي ده۔ فرخ حبيب ووئيل ??مونږ مطالبه ده چې رانا ثناﺀ الله دې عدليه ته په دړكو وركولو معافي وغواړي۔ هغه ووئيل په اولني ځل د طاقتور احتساب كېږي او مونږ د احتساب عمل سره ولاړ يؤ