ملګري ملتونه 2 فروری(اے پی پی) پاكستان د شخړو ?? لاسه ځپلې شويو هېوادونو كښې د ملګرو ملتونو په امن كمېشن (پی بی سی) زور راوړې دې چې هغه دې ?? نه هوارېدونكو شخړو ??و تاؤ تريخوالي بنيادي سببونو حل كولو له خپل بشپړه كردار ترسره كړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي مندوب منېر اكرم د كمېشن 6 م سېشن ته خپل خطاب كښې ووئيل چې د شخړو ??نيادي سببونو لكه بې وزلۍ ٬ عدم مساوات ٬ ماحولياتي وروستوالي او د نورو نه هوارېدونكو شخړو ??ل كولو ته بايد ترجيح وركړې شي۔ هغه ووئيل دا ټول عوامل د قومونو ترمينځه د جهګړو پېدا كېدو بنيادي سببونه دي ځكه كمېشن د دې حل كولو له مرسته كولو كښې خپل بشپړه كردار ترسره كولې شي۔ هغه په دې موقعه خپلې بنګله دېشي همڅنګې رباب فاطمه ته د كمېشن چيئرپرسن په ټاكل كېدو مباركي هم وركړه كومه چې د كال 2005 ??ه وروستو دا منصب ترلاسه كوؤنكې اولنۍ مېرمن ده۔ پاکستانی استازي منېر اكرم ووئيل كمېشن د خپلو رابطو او خپلو وعدو جغرافيائي دائره كار پراخا كړې دې۔ هغه ووئيل كمېشن له به د ملګرو ملتونو ادارو ٬ نجي څانګې او پيس بلډنګ فنډ سره خپل بشپړه كردار ترسره كول او روانه مرسته د اوږدې مودې په لوظونو كښې بدلول وي۔