اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي چې د ا??سني حكومت په دور كښې افغانستان سره په تجارت كښې كمې نه دې راغلې بلكې اضافه شوې، نواز شريف او زرداري به په نجي دورو سركاري خزانه لوټ كوله، وزيراعظم عمران خان شاه خرچې نه خوښوي. د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر مشتاق احمد ا?? محسن عزيز د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان مهم كردار دے، وزيراعظم عمران خان يوه هم نجي دوره په سركاري خرڅ نه ده كړې ، نواز شريف او زرداري به په سركاري خرڅ بهرنې دورې كولې. ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن لپاره په مذاكراتو كښې پاكستان خپل كردار ترسره كړے، د ا??غانستان په معامله د ا?? آئي سي كانفرنس زمونږ د خارجه پالېسې د كاميابې په اړه ډېر مهم دے. پاكستان په افغانستان كښې د ا??ن لار هوارولو لپاره په مذاكراتو كښې بشپړه مرسته كړې ده