پېنډې 20 فروري (اے پي پي) په شمالي وزيرستان كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 5 ترهګر وژل شوي دي او يو سپاهي شهيد شوے دے، د عملياتو په مهال وسله او چاودېدونكي توكي هم ترلاسه كړې شوي دي. د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې ترهګرو سره د ډزو په تبادله كښې كوئټه سره تعلق لرونكې 28 كلن سپاهي شبير شهادت ترلاسه كړے. په عملياتو كښې په وژل شويو ترهګرو كښې عبدالرحمان، وحيدالله، حبيب نواز عرف شكيل او محمد الله شامل دي، د وژل شوي پنځم ترهګر د شناخت عمل روان دے. وژل شوي ترهګر په امنيتي ځواكونو بريدونو كښې ككړ وو. دې ترهګرو د هدفي وژنو او تاوان ل??ار?? د تښتونې پشان ??ار??اتونه هم كول. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې وئيلي دي چې پاك پوځ د ترهګرې لعنت خاتمې ل??ار?? پوخ عزم لري، د بهادرو ځوانانو ق??بانې زمونږ عزائمو ته ??ا قوت وربخښي.