اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف به د وزيراعظم عمران ??ان په بلنه په دوه ورځنۍ سركاري دوره د زيارت په ورځ پاكستان ته راځي٬هغه سره به د لوړې كچې پلاوې هم ??اځي چې پكښې به خارجه وزير٬د كابينې نور غړي او اعلٰی سركاري چارواكي٬كاروباري كسان او د مېډيا غړي شامل وي۔په كال 2016م كښې د صدراتي چوكۍ سنبهالولو نه پس به د ازبك صدر مرزيوف لخوا دا د پاكستان وړومبۍ دوره وي۔د ازبكستان صدر په داسې وخت كښې پاكستان ته راروان دے كله چې د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو 30 كاله ترسره شوي۔د خارجه دفتر وياند له مخې د دورې په مهال به د پاكستان او ازبكستان مشران په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې پشمول د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخ??ي۔په دې موقع په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو خبرې كولې شي او ګڼ شمېر دوه اړخيزه لوظ نامې به هم لاس ليك كولې شي۔د وزيراعظم عمران ??ان او د ازبكستان صدر ترمينځه به يو په يو ملاقات كېږي او بيا به د پلاويو په كچه خبرې كېږي۔وزيراعظم به د ازبك صدر په سركاري توګه مېلمستياﺀ هم كوي۔د ازبك صدر مرزيوف او د صدر مملكت عارف علوي ترمينځه به هم ملاقات كېږي۔دواړه هېوادونه به د دوه اړخيزې مرستې په وده او د پاكستان٬ازبكستان او افغانستان په ټرانس افغان رېلوے پروژه هم ??برې كوي۔د دواړو هېوادونو د تجارانو ترمينځه به هم ??برې كېږي۔د صدر دورې نه وړاندې به د دواړو هېوادونو ترمينځه نن د مارچ په دوهمه نېټه په اسلام آباد كښې د شريك وزارتي كمېشن اوومه غونډه او دوهم ??وائنټ بزنس فورم غونډه هم كېږي