اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) داخله وز??ر شېخ رشيد احمد وئيلي دي د تحريك عدم اعتماد په معامله په اپوزيشن ګوندونو كښې ډېډ لاك دے٬ اپوزيشن په هېواد كښې د اړي ګړي رامخې ته كولو هڅه كوي ولې آخر به هم هغوي ماتې سره مخ كېږي٬ حكومت به د لانګ ما??چ ګډون كوؤنكو په لاره كښې خنډان نه اودروي ،حکومت په خپلو اتحاديانو بشپړه باور لري۔ د اتوار په ورځ په داخله وزارت كښې يو خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د اپوزیشن د تحریک عدم اعتماد منصوبې به ناكامه شي۔ شېخ رشید احمد ووئيل كوم خلك چې د محاذ آرائۍ سوچ كوي هغوي به زيان د خپل ځان كوي۔ هغه ووئيل بلاول بھټو حكومت ته د چېلنج وركولو صلاحيت نه لري۔ هغه ووئيل كوم ګوندونه چې پخوا د يو د بل په ضد وو نن يو بل ته بلنې وركوي۔ وفاق?? وزیر ووئيل 24 كاله پس د آسټرېليا لوبډله پاكستان ته راغلې ده او حكومت ورته د اولس مشر سېكيورټي وركړې ده۔ هغه ووئيل هند د شرمندګۍ نه بچ كېدو له خپل ونګ كمانډر ابھينندن ته درناوې وركړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه د وزيراعظم عمران خان د روسيه دوره كاميابه وګرځوله۔ وفاق?? وزیر ووئيل د وسله وال پوځ او سول فورسز په تنخاګانو كښې اضافه شوې ده۔ هغه ووئيل 13 نوې پاسپورټ دفترونه جو??ولې شي۔ هغه ووئيل زه د اسلام آباد پوليس كاركردګۍ نه منطمئن يم۔ هغه په نورمقدم كېس كښې د مثالي پلټنيو په كولو د اسلام آباد پوليس ستائنه وكړه۔ د پي ټي آئي لارښود جهانګير ترين د روغتيا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه د جهانګير ترين زر روغتيا له دعا وكړه