اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي﴾ د نړيوالو چارو پوهانو ډاكټر قمر چيمه او نوخېز ساهي وئيلي دي د نړۍ لخوا د اف??انستان لنډ مهاله حكومت زر تسليمول ممكن نه دي، د منطقې امن د اف??انستان استحكام سره تعلق لري، د منطقې پرمختګ او خوشحالې لپاره به سيمه ايزو هېوادونو ته د اف??انستان مرستې لپاره راوړاندې كېدل وي، پاكستان په ټوله نړۍ كښې د اف??انستان په حالاتو تر ټولو زيات او غوره وكالت كړے، وزيراعظم عمران خان پرله پسې امريكې او لوېديځو هېوادونو ته وائي چې په اف??انستان كښې دې د انساني بحران مخ نيوي لپاره خپل ذمه وار كردار ترسره كړي. د شورو په ورځ د پي ټي وي په پروګرام كابل آور كښې په خپلو خبرو كښې ډاكټر قمر چيمه ووئيل د نړيوال بېنك لخوا اف??انستان لپاره د يو ا??ب ډالرو د مرستې پېكج اعلان ښه اقدام دے، دې سره به پ?? اف??انستان كښې د تعليم، روغتيا او د كركيلې څانګې ستونزې حل كولو له مرسته تر لاسه شي. ده ووئيل په اف??انستان كښې د خوراك نړيوال پروګرام پشان اقدامات د انساني بحران مخ نيوي لپاره ډېر مهم دي. ده ووئيل د اف??ان طالبانو په رويو كښې مثبت بدلون راغلے. په دې وخت كښې د اف??انستان لنډ مهاله حكومت د اولس ستونزې حل كولو لپاره نړۍ سره د روابطو زياتولو بشپړه اقدامات كوي خو اف??ان اولس ته به هم خپل سباٶن لپاره ډېر څه كول وي.ده ووئيل په اف??انستان كښې د ناامنۍ تر ټولو زيات خطر پاكستان ته دے۔نړۍ ته پ?? اف??انستان كښې امن لپاره د ذمه وار كردار ترسره كولو ضرورت دے۔په دې موقع نوخيز ساهي ووئيل په اف??انستان كښې امن وي نو په ټوله منطقه كښې به استحكام راشي۔د منطقې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره پ?? اف??انستان كښې امن ضرورې دے۔نړۍ اوس د اف??انستان د لنډ مهاله حكومت منلو ته چمتو نه ده٬دې لپاره د سيمه ايزو هېوادونو كردار مخ په زياتېدو دے۔پاكستان٬روسي او د چين پشمول نورو هېوادونو ته به د اف??انستان مرستې لپاره راوړاندې كېدل وي۔نوخيز ساهي ووئيل سيمه ايزو هېوادونو د اف??انستان صورتحال ته پام كړے٬وړاندې هم يو شمېر مهمې غونډې شوې۔د روانې مياشتې په پاې كښې به پ?? چين كښې د اف??انستان اوسنو حالاتو په اړه يوه مهمه غونډه كېږي۔ده ووئيل د اف??انستان لنډ مهاله حكومت د امريكې٬او نړيوالې ټولنې غوښتنې پوره كولو لپاره اقدامات كوي۔تعليمي ادارې هم پرانستلې شوي۔د خلقو لخوا هم د اف??انستان په لنډ مهاله حكومت باور زياتېږي٬امريكې ته څنګه اعتماد پكار دے چې د اف??ان دولت ټولې معاملې حل كړې شي۔ده ووئيل يوازې په مرسته به د اف??انستان ستونزې حل نه شي٬نړۍ ته به د اف??انستان لنډ مهاله حكومت سره روابط زياتول وي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو لخوا د يو ا??ب ډالرو مرسته بايد نيغ په نيغه اف??ان دولت سره وشي۔