اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي) د اسلامي پرمختيائي بېنك صدر ډاكټر محمد سليمان الجيسر او د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن براهيم طحه افغانستان لپاره په هيومن??ټر??ن چارټر لاسليك خوشبينه ګرځولو سره وئيلي د?? چې د افغانانو په انساني بنياد مرسته د وخت ضرورت دے، د فنډ مقصد د افغان اولس خود انحصارۍ او صلاحيتونو ته وده وركول دي٬ د ځوانانو او مېرمنو اختيار مند جوړولو لپاره به هڅې كول وي۔ د ګل په ورځ په خارجه وزارت ك??ې د بشري همدردۍ په بنياد د ټرسټ فنډ چارټر لاسليك دستورې ته خپلې وېنا ك??ې د اسلامي پرمختيائي بېنك صدر ووئيل د فنډ جوړولو مقصد افغان اولس خود انحصاره، فوډ سكيورټي او تعليم په خاص توتګه د مېرمنو تعليم ته وده وركول دي۔ ده ووئيل مونږ له د مېرمنو تعليم او د برېښنا معاملو ته پام كول پكار دي ۔ د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن براهيم طحٰه ووئيل د اسلامي هېوادونو تنظيم به افغان اولس مرستې لپاره اقدامات كوي۔ ده ووئيل افغانستان ك??ې د حكومت بدلېدو نه پس افغان اولس ستونزمن صورتحال سره مخ دې ۔ ده ووئيل مونږ افغان اولس ته سهولتونه وركولو لپاره هڅې كوٶ،زمونږ مقصد د افغان اولس مرسته كول دي۔ ده اسلامي هېوادونو او نورو نړيوالو تنظيمونو ته خواست وكړو چې ھغوي دې په افغان ټرست فنډ كښې برخه واخلي