پېنډې 24 مارچ (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د افغانستان څخه د مارچ د 23مې او 24مې نېټې په مېنځنې شپه پاكستان ته د ترهګرو د داخلې هڅه شنډه كړې. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له م??ې ترهګرو د شمالي وزيرستان په حسن خېل سيمه كښې د دراندازې هڅه كړې كومه چې ځوانانو په وخت كارروائي كولو سره شنډه كړې او د ترهګرې د ډزو كښې بشپړ ځواب وركړے. ترهګرې په ناكامې تښتېدلي ??ي. ?? انټېلي جنس اطلاعاتو له م??ې ترهګرو ته لوي ځاني زيان رسېدلے. ترهګرو سره د ډزو په تبادله كښې څلور ځوانان په مړانه جنګېدو سره شهيدان شوي دي. په شهيدانو كښې د غذر، ګلګت بلتستان 34 كلن لانس حوالدار وجاهت عالم، د شېخوپوره 25 سپاهي ساجد عنايت، د غذر، ګلګت بلتستان 32 كلن سپاهي مقبول حيات او د سكردو 22 كلن سپاهي ساجد علي شامل ??ي. ??ئي اېس پي آر وئيلي دي چې پاك پوځ د ترهګرې لعنت ختمولو لپاره پوخ عزم لري، خوږ ??طن لپاره زمونږ د بهادرو ځوانانو قربانې زمونږ عزم لا قوي كوي