كراچي 20 مئي (اے پي پي)وزير??عظ?? شهباز شريف د جهاز س??زۍ٬انجينئرنګ٬سالډ ويسټ منيجمنټ او ټرانسپورټ پشمول په ټولو څانګو كښې د پاكستان او تركيې ترمينځه ستراتېژېكي مرسته ستائېلې ده۔د جمعې په ورځ د وزير??عظ?? آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزير??عظ?? شهباز شريف سره د تركيې دفاع وزير هلوسي اكار د پلاوي په كچه خبرې كړي۔وزير??عظ?? په ټولو نړيوالو ځايونو د كشمير په مسئله د پاكستان دريځ په غېر متزلزل ملاتړ د تركيې حكومت او اولس مننه كړې ۔وزير??عظ?? اړوندو چارواكو ته سپارښتنه كړې چې د تركيې پوهې او تجربې څخه هر ممكنه ګټه پورته كړئ۔ده د تركيې حكومت او اولس د زړه له كومې مننه وكړه چې هغوي په پاكستان كښې د كراچۍ شپ يارډ پشان قوي ادارو پرمختګ كښې د مرستې عزم څرګند كړے ځكه چې د تركيې د ملاتړ په سبب په څو كلونو كښې دا اداره په ګټه كوونكو ادارو كښې شامل شوې۔د دفاعي پېداوار وفاقي وزير اسرار ترين٬د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه٬چيف آف نيول ستاف اېډمرل امجد خان نيازي٬د وزير??عظ?? د سټراټېجك اينډ پوليټيكل كميونيكېشن خاص مرستيال سيد فهد حسېن او نور اړوند سينئر افسران هم په دې موقع موجود وو