اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سينئر حريت لارښود محمد ياسين ملك ته د هندي عدا??ت لخوا په بې بنسټه تورونو د عمر قېد سزا اورولو سخته غندنه كړې. د شورو په ورځ په يو ټويټ كښې خارجه وزير ووئيل محمد ياسين ملك ته د غېر منصفانه سزا وركولو سخته غندنه كوو. ده ووئيل هند د كشميريانو د آزادې او د خپلواكۍ حق كله هم نه شي غلے كولې. خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل پاكستان كشميريانو وروڼو خوئيندو سره ولاړ دے او هغه به د دوي د منصفا??ه هڅو هر ډول ممكنه مرسته روانه ساتي