اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي)د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ(پي آئي ډي)پراجېكټ پاكستان انفارمېشن سينټر او د ورچوئل يونيورسټۍ په مرسته دوه ورځنے”موبائل جرنلزم”وركشاپ وشو۔چې پكښې د ټول هېواد څخه خبريالانو ګډون وكړو۔وركشاپ كښې د صحافت په اړه پوهانو او تجربه لرونكو ټرينرز صحافت كښې د كارېدونكو جديد آلاتو او دې لپاره د ضروري تكنيكي صلاحيت??نو كارولو په اړه ګټور او سودمند ليكچرز وركړل ۔د دې وركشاپ خاص مېلمنو د اطلاعات او خپر??نو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب ٬ پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن٬د انفارمېشن سروسز اكېډمۍ ډائرېكټر جنرل سعيد جاوېد٬د پرېس كلب عهديدارو٬ صدر انور رضا٬جنرل سېكرټري خليل راجه٬فنانس سېكرټري نيئر علي٬كوآرډينېټر مدثر چوهدري٬د ورچوئل يونيورسټۍ ټرينرز ته شيلډز وركړل او په وركشاپ كښې برخه اخستونكو خبريالو مېرمنو له ئې سندونه وركړل ۔مريم اورنګزېب په دې موقع د وېنا كولو په مهال ووئيل سباؤن د ډيجيټل مېډيا دے او د اطلاعات او خپر??نو وزارت به د خبريالانو د كار استعداد زياتولو لپاره دا ډول نور وركشاپونه هم كوي٬پخواني دور كښې په مېډيا فشار اچولے شوے او مېډيا وركرز بې روزګاره كړے شوي خو مونږ به د دې ډول ټريننګ وركشاپ د لارې د خبريالانو لپاره د روزګار بندوبست كوو۔د يادونې وړ د?? پاكستان انفارمېشن سينټر٬ د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ(پي آئي ډي)د انتظام لاندې چلېدونكے پراجېكټ دے۔