اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د زمبابوے نېشنل ډي??نس يونيورسټي 49 كسيز پلاوي د خپلې غېر ملكي مطالعاتي دورې له مخېد پاكستان خارجه پالېسۍ او د خارجه اړيكو په اړه بريفنګ لپاره د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې د خارجه وزارت دوره كړې ۔د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پلاوي مشري د زمبابوے نېشنل ډي??نس يونيورسټۍ وائس چانسلر او كمانډنټ ايئر وائس مارشل مائيكل ټېډزاني مويو كوله۔په پلاوي كښې د زمبابوے، بوټسوانا، زیمبیا، تنزانیه، نائجیریا او ملاوی وسله والو ځواكونو افسران شامل وو۔ګډون كوونكو ته د پاكستان خارجه پالېسۍ او د پاكستان خارجه اړيكو په اړه سپېش?? سېكرټري(پالېسي پلاننګ اينډ پبلك ډپلوميسي)رضا بشير تارړ بريفنګ وركړو۔ده د پاكستان نزدې ګاونډيانو هېوادونو سره د ??وه اړخيزه اړيكو٬اسلامي نړۍ او لويو طاقتونو سره په اړيكو رڼا واچوله او په ګڼ اړخيزه فورمز كښې يې د پاكستان مثبت كردار او د ملګرو ملتونو په امن مشن كښې د مرستې په اړه ګډون كوونكي خبر كړل۔افريقې سره د پاكستان اړيكو ذكر كولو كښې سپېش?? سېكرټري په دې خبره زور راوړو چې افريقه د سباؤن براعظم دے٬پاكستان او افريقې له په سياسي٬اقتصاد??٬ك??توري٬سائنس او ټېكنالوجي ٬ دفاع او كلت??ر پشمول په ټولو څانګو كښې مرسته زياتول پكار دي ۔د پوښتنو ځوابونو سېشن سپېش?? سېكرټري رضا بشير تارړ او اېډېش?? سېكرټري(افريقه)علي جاوېد ترسره كړو۔دغسې په دې مهال ګډون كوونكو د هند٬افغانستان٬امريكې سره د پاكستان اړيكو و په سوئېلي آسيا كښې د ستراتېژېكي استحكام په اړه پوښتنې وكړی۔