جھنګ/چنيوټ موړ 12 جولائي (اے پي پي) د ??اکستان مسلم ليګ (ن) نائب صدرې مريم نواز وئيلي دي چې د ??واز شريف په مينه كښې نن ټول جھنګ په سړكونو راوتے دے٬ د جولائي په 17مه نيټه به د ??واز شريف زمرې پي پي 127 څخه اكثريت سره كاميابېږي، عمران خان اولس ته د ??رح ګوګي او بشريٰ بي بي نه علاوه هېڅ نه دي وركړي، ان شاء اﷲ ډېر زر وزيراعظم شهباز شريف اولس ته لوې ريليف پېكج وركوونكې دې، د ??ېواد پرمختګ او تر سوكالۍ به په قلاره نه كېښنو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د انتخابي حلقو دورې په مهال پي پي 127 ضلع جھنګ په چنيوټ موړ سيمه كښې اولسي اجتماع ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ دې ووئيل ما وليدل چې په جھنګ كښې ځائ په ځائ د ??واز شريف په مينه كښې خلق راوتي او ځائ په ځائ استقبال شوې۔ دې ووئيل اولس ثابته كړه چې د جولائي په 17مه نيټه به زمرے كاميابېږي۔ مريم نواز ووئيل زما د جهنګ اولس سره لوظ دے تر څو چې سيمې ترقي نه وي كړې په قلاره به نه كېښنو، په پي پي 127 كښې به ريکارډ پرمختيائي كارونه كوٶ۔ دې ووئيل په دوه نيمو مياشتو كښې د ??نجاب وزيراعليٰ حمزه شهباز د صوبې كوچنيو مصرف كوٶنكو لپاره د سل يونټ برېښنا فري وركولو اعلان كړې او وزيراعظم شهباز شريف د ??وي ريليف پېكج اعلان ډېر زر كوٶنكې دې۔ په دې موقع د حلقه پي پي 127 كاندېد محمد اسلم بھروانه د حلقې د اولس مننه وكړه۔ د دې نه وړاندې چنيوټ موړ ته په رارسېدو اولس د ??ريم نواز تود هركلے وكړو