اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايت ??فا??ي حكومت د باران او سېلاب له امله په ځپليو سيمو كښې ايمرجنسي نافذ كړی او د اېن ډي اېم اے او صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(پي ډي اېم ايز)ترمينځه د رېسكيو او رېليف كار په موثر انداز سره ??ظيفه ترسره ??ولو لپاره د يو اعلٰی كچ كمېټي جوړه كړې شوې ۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په اسلام آباد كښې د سېلاب صورتحال په اړه جائزه غونډه وشوه چې پكښې ??فا??ي وزيرانو٬صلاحكارانو٬د پارليمان غړو٬د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان پشمول د ټولو صوبو چيف سېكرټريز٬سينئر حكومتي غړو٬داېن ډي اېم اے چيئرمېن او د موسمياتي محكمې ډي جي ګډون وكړو۔ د وزيراعظم په هدايت ??فا??ي حكومت د باران او سېلاب له امله ځپليو سيمو كښې ايمرجنسي نافذ كړې او وزيراعظم د خزانې وزارت ??ه په سمدستي توګه د 5 اربه روپو اېن ډي اېم اے ته د جاري كولو هدايت كړے۔وزيراعظم ووئيل د سېلاب ځپليو رېسكيو٬رېليف او بحالي يوه قامي فريضه ده٬مونږ له به د خپل ګوند مفادات نه پرته د اولس مرسته كول دي۔ده ووئيل مونږ به سياست وروستو كوو٬اوس د هغې خلقو د ستونزو حل كولو وخت دے كوم چې په سخت مشكل كښې دي٬د سېلاب له امله د ځپليو سيمو د دورو په مهال ما د اتحاد او قامي يووالي خبره ??ړی دغسې چې مونږ ټول په ګډه د دې لويې چېلنج مخ نيوې وكړو۔وزيراعظم د اېن ډي اېم اے او صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(پي ډي اېم ايز)ترمينځه د رېسكيو او رېليف كار په موثر انداز كولو لپاره د يو اعلٰی كچ كمېټي جوړه كړې۔دا كمېټي به د منصوبه بندۍ او پرمختګ ??فا??ي وزير احسن اقبال٬د مواصلات ??فا??ي وزير اسد محمود٬د هاؤسنګ اينډ وركس ??فا??ي وزير مولانا عبدالواسع٬د پارليماني چارو ??فا??ي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي٬د كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د وزيراعظم صلاحكار قمر زمان كائره٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او د مواصلات وزارت په سېكرټري مشتمل وي۔وزيراعظم هدايت وكړو چې كمېټي دې سمدستي خپله غونډه وكړي او په ??فا??ي او صوبائي ادارو كښې د كوآرډينېشن ښه والي لپاره دې خپل تجاويز وړاندې كړي۔ده ووئيل په هېواد كښې د موسمياتي بدلون له مخې٬د اوږدې مودې حكمت عملۍ جوړولو ضرورت ??ے٬صوبائي حكومتونه دې په مستند معلومات اډانه رپورټس ??فا??ي حكومت ته راولېږي دغسې چې د سېلاب او باران له امله د شوي زيان زر تر زره اندازه ولګولې شي۔ده ووئيل په هېواد كښې كېدونكو پرمختيائي كارونو د موسمياتي بدلون ترجيحات له مخې ضرورت ??ے دغسې چې په سباؤن كښې د سېلاب او باران زيان څخه وساتلے شي۔په ??فا??ي وزيرانو مشتملو كمېټو د سېلاب ځپليو سيمو دورو نه پس غونډې ته بريفنګ وركرے٬۔دغسې په غونډه كښې وزيراعظم په هېواد كښې د روانو رېسكيو او رېليف آپرېشنز په اړه په تفصيلي توګه خبر كړے شو