اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي س??كر??ري شاهيره شاهد وئيلي دي كتاب زمونږ ورثه د??٬كتاب لوستنې ته ??ده وركول د وخت مهم ضرورت دے٬دې لپاره به مونږ ټولو ته خپل كردار ترسره كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ د انفارمېشن سروس اكېډمۍ او ډائرېكټورېټ آف اليكټرانك مېډيا اينډ پبلي كېشنز سيوري لاندې”ادبي كتاب ميلې”دستورې ته ??ېنا كولو په مهال كړې۔وفاقي س??كر??ري ووئيل د پاكستان 75مې سالګرې لمانځلو لړۍ په بشپړه ډول روانه د??۔د اطلاعات وزارت ټولې ادارې په دې كښې خپل خپل كردار ترسره كوي۔هغې ووئيل د كتاب ميلې مقصد په خلقو كښې كتاب لوستنې ته ??ده وركول دي۔مونږ غواړو چې د كتاب لوستنې پلو د خلكو خوښي زياته شي۔هغې ووئيل مونږ دا خبره هم په ډاګه كول غواړو چې كتاب زمونږ ورثه د??٬دا نشي نظرانداز كېدے۔هغې د كتاب ميلې په جوړولو د مسټر بكس هڅې هم وستائېلې۔هغې ووئيل زمونږ به پوره هڅه وي چې د دې كتاب ميلې څخه ز??ات خلق استفاده وكړي۔وفاقي سيكرټري ووئيل د پاكستان د 75مې سالګرې په مهال د ډيجيټل فوټو ګرافۍ نندارتون كولې شي چې پكښې به د پاكستان 75 كلن تاريخ په ډيجيټل طريقه وړاندې كولې شي۔هغې ووئيل پي ټي وي او پاكستان براډ كاسټنګ كارپورېشن د خپلو خپلو فنكارانو ستائنې لپاره د دستورو احترام كړے۔وفاقي س??كر??ري ووئيل مونږ د قامي ترانې په جديد طريقه ري رېكارډنګ كړے او د دې پرانسته به وزيراعظم د اګست په 14مه نېټه كوي۔هغې ووئيل د ترانې په الفاظو كښې كوم بدلون نه دے شوے٬يوازې د دې په رېكارډنګ كښې جدت راوستلے شوے۔دستورې ته د انفارمېشن سروس اكېډمۍ ډائرېكټر جنرل هم وېنا وكړه او د كتاب لوستنې په اهميت يې رڼا واچوله۔په دستوره كښې د ډائرېكټورېټ آف اليكټرانك مېډيا اينډ پبلي كېشنز ډائرېكټر جنرل عمرانه وزير٬د اے پي پي ايګزېكټو ډائرېكټر عديله رباب كاظمي٬د اطلاعات او خپرونو وزارت او د دې د ذيلي ادارو اعلٰی چارواكو هم ګډون كولو