اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د پاكستان دولتي بانك د آزادې 75مې سالګرې په موقع د 75 رو??و د يادګاري بېنك نوټ د ډيزائن مخ كتنه وكړه. دا ن??ټ به د ستمبر د 30مې نېټې څخه اولس ترلاسه كولې شي. د سټېټ بانك لخوا ج??ري شوې اعلاميې له مخې د خوږ وطن د آزادې 75مې ورځې په موقع پاكستان سټېټ بانك د ډائمنډ جوبلي په لړ كښې د 75 رو??و د يادګاري بېنك نوټ د ډيزائن مخ كته كړې ده. د دې نوټ ماليت 75 روپې دے او رنګ ئې شين زمرد دے. په يادګاري نوټ د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح، ډاكټر علامه محمد اقبال، محترمه فاطمه جناح او سر سيد احمد خان پوټرېټ جوړ كړے شوي دي. د سټېټ بانك له مخې د ډائمنډ جوبلي يادګاري نوټ به د راتلونك?? مياشتې د 30مې نېټې څخه عام وګړي ترلاسه كولې شي