اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېلاب ځپليو سيمو د دورې په لړ كښې د سندھ سجاول سيمې ته ورسېدو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې سجاول ته د رسېدو نه پس وزيراعظم د سېلاب ځپليو سيمو فقيراني جاټ، اوپل??نو او نورو سيمو په دوره روان شو. د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه هم وزيراعظم سره دے. د سندھ چيف سېكرټري، د پي ډي اېم اے ډائرېكټر جنرل، د حېدر آباد د اوبه خور چيف انجينئر، د سجاول ډپټي كمشنر به وزيراعظم ته د سېلاب ځپليو د مرستې او د تباه شوي ا??فر??سټركچر په اړه بريفنګ وركوي. د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د مرستې د چارو جاج اخلي او سېلاب ځپليو س??ه به ملاقات هم كوي.