اسلام آباد 17 اكتوبر (اے پي پي)د سعودي د وسله والو ځواكونو د جوائنټ چيفس آف سټاف٬ كمېټۍ ډائرېكټر ميجر جنرل حميد بن رافع العامري په مشرۍ كښې د سعودي د وسله والو ځواكونو پلاوي نن د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال په سيمه ايز صورتحال او د دوه اړخيزه دفاعي مرستې په زياتولو ?? خيالاتو څرګندونه شوې۔د پاك فضائيه وياند له مخې ميجر جنرل حميد بن رافع العامري په پاك??تا?? كښې د اوسنۍ سېلاب له امله په شوي زيان د افسوس څرګندونه كړې او د ځپليو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړی۔ده د سېلاب ځپليو لپاره د شوې مرستې او بحالۍ عمل په مهال د پاك فضائيه اهلكارو هڅې او د سول انتظاميې سره په بشپړه مرسته كولو د هغوي ستائنه كړې۔خاص مېلمه د هوا بازۍ په صنعت كښې د پاك فضائيه په خپلواكۍ اډانه صلاحيتونو اعتراف وكړو او د دواړو فضائي ځواكونو ترمينځه په خاص توګه تربيې او آپرېشنل ډومينز كښې د شته اړيكو لا پراختيا ته ئې اتفاق وكړو۔ايئر چيف ووئيل د پاك??تا?? او سعودي عرب ترمينځه د اوږدې مودې مذهبي٬كلتوري او تاريخي رشتې قائمې دي كومې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي اړيكو مظهر دي ۔د پاك فضائيه مشر د سعودي عرب لخوا د سېلاب ځپليو د پرله پسې مرستې مننه كولو سره ووئېل په پاك??تا?? كښې د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ په عمل كښې د نړيوالې ورورولۍ لخو?? مرسته د اهميت وړ ده۔(