اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئ??لي دي عمران خان د هېواد سالميت، يووالي٬ وقار او په نړيواله كچه د پاكستان اړيكو ته په زيان رسولو د رياست په ضد جرم كړے ، حکومت د عمران خان په ضد په قانو??ي كاروائۍ كولو غور كوي۔ د نهې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره د خبرو په مهال د يوې پوښتنې په ځواب ده ??وئيل د پوځ د نوي سرلښكر د تقررۍ عمل لا نه دے پېل شوے نو څنګه بيا د سرلښكر په نامه ډېډ لاك پېدا كېدے شي، د اتلسم او نورلسم نومبر نه پس به د نوي سرلښكر د تقررۍ عمل پېل كېږي۔ ده ??وئيل د عمران خان په ضد د قانو??ي كاروائۍ سوچ كوٶ ځكه چې عمران خان د هېواد سالميت٬ يووالي او عزت سره لوبې كړي او په نړيواله كچه ئې د هېواد اړيكې خرابې كړې او دا نه يواځې لوي زيان دے بلكې دا د رياست په ضد جرم دے۔ ده ??وئيل د پوځ لخوا د نوي آرمي چيف تقررۍ لپاره چې كومې نامې راولېږلې شي په ھغې كښې به د نوي سرلښكر ټاكنه كولې شي٬آرمي چېف لپاره زمونږ يوه نامه هم فيورټ نه ده۔