اسلام آباد 16 نومبر (اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي بايد د انصاف سپيځلې عمل د لارې د ??مر??ن خان غلا٬مني لانډرنګ٬بدديانتي٬اثاثو كښې د اضافې او د دروغو سازشي بيانيې پلټنې وكړې شي٬پاكستان كښې د قانون حكمراني ده٬نن په هېواد كښې يو هم سياسي بنديوان نشته٬د ??مر??ن خان په دور كښې ټول سياسي قيادت په زندان كښې ؤ ۔ده د شورو په ورځ د خبري كنفرنس په مهال ده ووئيل ??مر??ن خان په خپلو مخالفينو تورونه لګولي او هغوي يې په زندان كښې اچولي وو او د د آرټيكل 6 كاروائي ئې پیل كړې وه ۔ده ووئيل كله څخه چې د ??مر??ن خان حكومت ختم شوے د هغه وخت نه تراوسه د هغه د اړخه بدديانتۍ وده موندلې٬??مر??ن خان اول د امريكې سازش په اړه يو سائفر استعمال كړے اوس د هغې څخه په شا شوے ۔ده ووئيل د پاكستان عزت او وقار ته ??مر??ن خان زيان رسولے ٬هغه په زړه پورې هڅه كړی چې هېواد ډيفالټ شي۔دې سره سره ??مر??ن خان د پاك پوځ افسرانو په ضد هم ناوړه الفاظ استعمال كړي۔ ده ووئېل هغه سرلښكر ته د ټول عمري ايكسټينشن وركولو وړاندېز كړے ؤ ۔ده ووئيل د الېكشن كمېشن د پريكړې نه پس ثابته شوې چې هغه درغلي كړی٬ټول تورونه درست ثابت شوي چې په نتيجه كښې يې ??مر??ن خان نااهل شوے ۔ده ووئيل د آئي اېس آئي چيف د تقررۍ عمل چې پیل شو هغه وخت چې كوم معاملات روان وو ه??ه هم په رېكارډ دي۔ ده ووئېل تېره ورځ د ??مر??ن خان په ضد چې كوم سكينډل رامخې ته شوے په هغې كښې مهمه خبره دا ده چې د سعودي ولي عهد د ډالۍ په توګه ګهړۍ وركړی وه٬د ملګري هېواد د مشر ډالۍ عمر له د ځان سره ساتلې كېږي۔ د توشه خانې په رولز كښې هم د خپلې خوښې ت??اميم شوي٬ ده ووئېل بهر څخه چې كومې پيسې اخستلې شوې او كومې جمع كړی شوي د هغوي په نېټو كښې هم فرق دے ٬كومې روپۍ چې ??مر??ن خان د توشه خانې په اړه څرګندې كړی هغه په څه ډول پاكستان ته راغلي ٬ ده ووئېل په څو روپۍ سودا شوې٬??مر??ن خان معامله عدالت ته د وړولو خبره كړې ٬ مونږ د ه??ه هركلے كوو ٬ دې سره به ټول څيزونه او رېكارډ به اولس ته په ډاګه شي