اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او دو??م وزير زاهد اکرم دراني وئيلي دي په نړۍ كښې تل پاتي ??من لپاره د فلسطين پشمول د ټولو تصفيه طلب مسئلو سپېځلے حل ضروري دے٬ پاکستان به په سيمه ايز او نړيوال فورم د فلسطين مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كولو لپاره د فلسطيني اولس اخلاقي، سفارتي او سياسي ملاتړ جاري ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دو?? د فلسطين يووالي ورځ په موقع خپلو پېغامونو كښې كړې٬ دا ورځ هر كال د نومبر په 29مه نيټه د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې ګرده نړۍ كښې لمانځل?? كېږي۔ په دې موقع سپيكر او دو??م سپيكر د فلسطين اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره د دو?? د خپلواكۍ حق ??پاره د پاكستان د غېر متزلزل عزم پخلے هم وكړو۔ دو?? ووئيل پاكستان د فلسطيني اولس د كال 1967 د وړومبنۍ پولې او القدس الشريف پايه تخت جوړولو د مطالبې ملاتړ كوي۔ د يادونې وړ ده د فلسطين يووالي ورځ د ملګرو ملتونو فلسطين لپاره په كال 1977 د منظور كړو قراردادونو له مخې لمانځل?? كېږي