اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) پاكستان او تاجكستان د ټرانزټ ټرېډ پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو لپاره په لوظ نامو او د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك كړی۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوې شريكې اعلاميې له مخې د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د پاكستان او تاجكستان ترم??نځ?? په بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په لوظ نامو او د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك شوې۔په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف او د تاجكستان صدر امام علي رحمان هم موجود وو۔دواړو هېوادونو د دوشنبے او اسلام آباد ترم??نځ?? سسټر سټيز ريليشنز جوړولو لپاره د مفاهم په يادښت لاس ليك كړې۔د دواړو هېوادونو ترم??نځ?? د صنعت او ټېكنالوجي په څانګو كښې مرستې لپاره په لوظ نامه لاس ليك شوې۔د تاجكستان او پاكستان حكومت ترم??نځ?? ډ ټرانزېټ ټرېډ لوظ نامه هم شوې۔د دې نه علاوه د تاجكستان ماتحت ډرګ كنټرول ايجنسۍ او ناركوټكس فورس پاكستان ترم??نځ?? د ناركوټكس ډرګز ا?? سائيكو ټروپك مادوں او د هغې د ماخذوں غېر قانوني تګ راتګ مخ نيوي لوظ نامه هم شوې۔تاجكستان حكومت ايجنسي آف سټینډرډرئزایشن ، میټرولوجي ، سرټیفکیشن اینډ ټریډ انسپکشن او د پاكستان حكومت سټینډرډز اینډ کوالټي کنټرول اتھارټي ترم??نځ?? لوظ نامه هم شوې۔دواړو هېوادنو د كسټمز سروس آف تاجكستان او فېډرل بوډ آف ريونيو پاكستان ترم??نځ?? د اليكټرانك ډېټان انټرچېنج جوړولو په لپاره د مفاهم په يادښت لاس ليك شوې۔د انسټیټیوټ آف واټر پرابلمز , هائیډرو پاور اینډ ایکولوجی آف دی اکیډمی آف سائنس تاجکستان او پاکستان کونسل آف ریسرچ ان واټر ریسورسز ترم??نځ?? بنيادي تحقيق كښې د مفاهم په يادښت هم لاس ليك شوې۔په دې موقع د پیښور يونيورسټۍ او د تاجك نېشنل پوهنتون ترم??نځ?? د مفاهم په يادښت هم لاس ليك وشو۔