اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د اس??ام آباد سيكټر آئي 10 فور كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه كولو س??ه د پېښي رپورټ غوښتلې دې۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډياونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې وزيراعظم د اس??ام آباد پوليس شهيد هيډ كانسټيبل عديل حسين ته پيرزوئينې وړاندې كولو س??ه وئيلي چې پوليس اهلكارو د خپلي ويني قرباني وركولو س??ه د ترهه ګرو لاره نيولي ده، قام خپل بهادرو ته سلام كوي۔ وزيراعظم ووئيل ټول قام په ګډه د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره جنګ روان ساتلې دې۔ وزيراعظم په پېښه كښې د ژوبل كسانو س??ه د يووالي څرګندونه كړې ده او د ژوبل كسانو ښه طبي آسانيو لپاره ئې سپارښتنه كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل الحمدلله! قانون نافذ كونكو ادارو په وخت كارروائي كولو س??ه د بے ګنا ويني بهاولو لويه او ناوړه منصوبه ناكام كړې ده،اولس دې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د خپل فورسز سره بشپړه مرسته وكړي۔ وزيراعظم شهيد پوليس اهلكار له د شهداﺀ پيكج وركول?? او اس??ام آباد آئي جي ډاكټر اكبر ناصر خان ته غيرمعمولي بهادرۍ مظاهره كونكي اهلكارو له د انعام او تعريفي اس??اد وركولو سپارښتنه كړې ده۔وزيراعظم د شهيد عديل حسېن لوړو درج?? او د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔