اسلام آباد۔01 فروری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ميانوالي په مكړوال تاڼه د ترهګرو بريد په ناكامه كولو د پنجاب پوليس ستائنه كولو سره د غېر معمولي مړانې څرګندونه كوؤنكو پوليس افسرانو او ځوانانو ته د انعامونو او تعريفي سندونو وركولو اعلان كړے دے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم وو??يل د ترهګرو په زغلولو د پنجاب پوليس افسرانو او ځوانانو ستائنه كوم٬ پوليس د ترهګرۍ او جرمونو په ختمولو كښې زمونږ د وياړ وړ د اولني صف ډله ده۔ د ترهګرو په ضد ټول قوم او ادارې يو موټي او يو آواز دي۔ وزیر اعظم وو??يل د ترهګرۍ په مخنيوي كښې د پنجاب پوليس او سي ټي ډي په كردار ټول اولس ته وياړ دے۔ ده وو??يل پوليس او سي ټي ډي به لا مضبوطوؤ او دوئي ته به عصري وسله وركوؤ۔ ده وو??يل د ترهګرۍ ختمولو له ټول اولس خپلو اتلانو ځواكونو سره ولاړ دے