لاهور ۔18فروری(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې پاكستان به د تركيه زلزله ځپليو له 1 لكه 71 زره خېمې لېږي٬ تركيه ته لېږلې كېدونكې خېمې دې د نړيوال معيار له مخې جوړې كړې شي٬ وزيراعظم د خېمو د معيار تعين لپاره د م??صوبه بندۍ وزير په مشرۍ كښې كمېټي تشكيل كړې ده۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خالي په ورځ وزيراعظم سره پاكستان كښې د خېمه سازۍ صنعتكارو پلاوي ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې وزيراعظم ته ووئيلې شؤ چې په هېواد كښې د تركيه زلزله ځپليو لپاره د خېمو جوړولو په زړه پورې استعداد م??جود دے او اېن ډي اېم اے په دې لړ كښې پاکستان ټېنټس مېنوفېکچررز اېسوسی اېشن سره رابطه كښې ده۔ وزیراعظم زياته كړه چې اېن ډي اېم اے سره دا مهال 21 زره خېمې موجود دي كومې به چې د راروا??ې مياشتې تر اولنۍ اونۍ تركيه ته لېږلې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان كښې د خېمه سازۍ صنعتكار دې په دې كار خېر كښې بشپړه برخه واخل??۔ ده ووئيل صنعتكار دې حكومت ته خېمې په ټيټه بيعه وركړ??۔ دغسې پاكستان د سوريه زلزله ځپليو له خوراك ٬ګرمې جامې او اوچ پۍ لېږ??۔ د پاكستان رېسكيو ډلې د زلزلې ځپليو بشپړه مرسته كوي۔ په ملاقات كښې د م??صوبه بندۍ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال ٬ وزير مملكت عائشه غوث پاشا ٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملك ٬ د اړوندو وزارتونو سېكترانو ٬ په تركيه او سوريه كښې د پاكستان سفيرانو او د ټېنټ مېنوفېكچررز اېسوسي اېشن لارښودو ګډون وكړو۔