اسلام آباد 10مارچ (اے پي پي)وفاقي حكومت د بلوچستان لپاه 110 بلين روپۍ(400 ملين امريكائي ډالره) په لګښت د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او تعميرنو په پيكېج عملدرآمد لپاره خپلې هڅې تندې كړي٬په دې اړه د كال 2022 سېلاب تعمير او بحالۍ پروژې وړومبې باضابطه سټيئرنګ كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔د غونډې شريكه مشري د منص??به بندۍ او پرمختګ وفاقي وز??ر احسن اقبال او د بلوچستان وز??راعلٰی لخوا د خزانې او منص??به بندۍ صوبائي وز??رانو وكړه۔په غونډه كښې د اوبو وسائلو وزارت سېكرټري٬د منص??به بندۍ اډېشنل سېكرټري٬د منص??به بندۍ وزارت استازو ګډون وكړو او د اقتصادي چارو ډويژن٬د بلوچستان صوبائي استازي او نور سټيك هولډرز هم په غونډه كښې ګډون كولو۔غونډې ته د وېنا كولو په مهال د منص??به بندۍ او پرمختګ وفاقي وز??ر په دې خبره رڼا واچوله چې د بلوچستان سماجي او اقتصادي پرمختګ د تېر كال اپرېل څخه اقتدار كښې د راتللو نه پس د پي ډي اېم حكومت وړومبې ترجيح وه۔ده ووئيل د تباه كن سېلاب په تناظر كښې د صوبائي حكومت سره د سېلاب نه پس د بحالۍ او تعمير نو هڅو كښې مرستې لپاره د مالي وسائلو كمے ؤ ٬لهذا وفاقي حكومت د ورلډ بانك څخه قرضه ترلاسه كړه او دا رقم په ب??وچستان كښې د سېلاب نه پس په بحالۍ او معاش كښې اضافې له د ګرانټ په توګه خرڅ كوي۔د بلوچستان حكومت لخوا د منص??به بندۍ وز??ر او د خزانې وز??ر د بلوچستان په پرمختګ كښې د خاص خوښۍ لرلو او په ب??وچستان كښې د سېلاب نه پس د كارونو مالي اعانت لپاره د قرض په متحرك كولو د وفاقي حكومت هڅې وستائېلې۔د سوشل سكټر اينډ ډيوليشن ممبر رفيع الله كاكړ ګډون كوونكو ته ووئيل ايكنك په دې وروستيو كښې د دې پروژې منظوري وركړی او د دې پروژې وړومبے پړاؤ به په دوه كاله كښې بشپړ كړے شي