اسلام آباد 04 اپرېل(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د هېواد اقتصادي نمو او برآمدات كښې د ټېك??ټا??ل څانګې كردار ستائېلو سره وئېلي دي حكومت دې څانګې ته رامخې ته شوو ستونزو لرې كولو لپاره عزم لري۔ده دا خبره د نهې په ورځ د آل پاكستان ټېك??ټا??ل ملز اېسوسي اېشن(اپټما)پيټرن انچيف ډاكټر ګوهر اعجاز په مشرۍ كښې يو پلاوي سره د ملاقات په مهال كړی۔په غونډه كښې د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق پاشا٬د سټېټ با??ك ګورنر٬د اېف بي آر چيئرمېن٬ پاور سېكريټري ٬ كامرس اېډېشنل سېكرټري او د اړوندو وزارتونو سينئر افسرانو ګډون وكړو۔د خزانې وزير د پلاوي هركلے كولو سره د هېواد په معاشي او مالي صورتحال رڼا اچولې او په چېلنجونو قابو موندلو او معيشت د پرمختګ پلو روانولو له ئې د حكومت د عزم څرګندونه وكړه۔پلاوي د خزانې وزير ته د رامخې ته شوو چېلنجونو باوجود د پاكستان ريونيو٬روزګار وركولو او برآمدات كښې د ټېك??ټا??ل څانګې كردار په اړه خبر كړو۔پلاوي د خزانې وزير ته د ګيس او برېښنا رسنې٬د بيعو او درآمدات او برآمدات په اړه ټېك??ټا??ل انډسټري ته رامخې ته شوو مسئلو څخه هم خبر كړو۔د اپټما غړو په رامخې ته شوو مسئلو رڼا واچوله چې پكښې د سيلز ټېكس ريفنډز په وجه د كيش كمي٬د اېل سي پرانستلو مسئلو په سبب د مال وړونكو برآمدات او په سيمه ايزه كچه د توان مسابقتي ټيرف شامل دې۔د خزانې وزير د هېواد په معاشي نمو كښې د اپټما مرستې اعتراف وكړو او د پاكستان په برآمدات كښې د اضافې لپاره ئې د ټېك??ټا??ل انډسټري ته د حكومت لخوا د مرستې وركولو عزم پخلے وكړو۔دغسې د خزانې وزير اړوندو چارواكو ته د اپټما مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولو هدايت وكړو۔دغسې پلاوي په مرسته او مسئلو حل كولو د خزانې وزير مننه وكړه۔