اسلام آباد۔6اپرېل(اے پی پی) د غربت خاتمې او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري وئيلي دي چې نړيواله ټولنه دې په فلسطين او هندوستان کښې د مسلمانانو په ضد د روانو ظلمونو نوټس واخلي، د هندوستان په 8 ??يا??تونو کښې په مسلمانانو ??يا??تي تشدد روان دے ٬ اسلامو فوبيا ورځ په ورځ زياتېږي كومه چې د غندنې وړ ده۔ د زيارت په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال دې ووئيل په فلسطين كښې په مسجد اقصی كښې په فلسطيني عبادت كوؤنكو د بربريت د غندنې قرارداد منظور كړے شو۔ دې څخه وړاندې هم په رمضان المبارك كښې دغسې بربريت او وحشت په فلسطيني وګړو شوے وو د كوم چې مونږ غندنه كوؤ۔ دې ووئيل دې سره سره په هندوستان كښې هم د مسلمانانو په ضد تشدد روان ردے٬ په 8 ??يا??تونو كښې په مسلمانانو ظلم او زياتې كېږي٬ په مسلمانانو زمكه ??نګ?? كړې شوې ده٬دغلته هم اسلامو فوبيا مخ په زياتېدو ده٬ د دې هم سخته غندنه كوؤ۔ دې ووئيل مونږ به هڅې كوؤ چې د دې ايوان د لارې خپل جذبات هند ته ورسوؤ دغسې چې د اسلامو فوبيا اقدامات بند كړې شي او مسلمانانو ته تحفظ وركړے شي۔