اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د انډسټریل اېنډ کمرشل بېنک آف چائنا لخوا پاکستان لپاره د اعلان كړې شوي 1.3 ارب ډالرو مالي مرستې وروستې قسط نن سټېټ بېنك ته ترلاسه ش??ے دے۔ د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې د خزانې وزير ووئيل چې د انډسټریل اېنډ کمرشل بېنک آف چائنا پاکستان لپاره د اعلان كړې شوي 1.3 ارب ډالرې مالي مرستې لاندې د 300 ملين ډالر درېم او وروستې قسط نن سټېټ بېنك ته ترلاسه شو۔ د خزانې وزير ووئيل د پاك پروردګار فضل سره به د دې قسط له امله د پاكستان د زر مبادله پنګې زياتې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د یو اے ای لخوا هم پاکستان لپاره د 1 ارب ډالر مالی مرستې باور راكړے ش??ے دے۔ دې څخه وړاندې سعودي عربستان پاکستان لپاره د دو اربه ډ??لر مالي مرستې اعلان كړے ??و۔