اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د شنګھائي مرستي تنظيم (اېس سي او) خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې مې د ټولو سياسي ګوندونو په مشارت ګډون كړے، د اېس سي او په غونډه كښې ګډون ګټور ثابت شوے٬ په هند كښې مې د هند د بيانيې سخت ځ??اب وركړے ٬ پاكستان ترهګرۍ سره سخت ځپلے شوے٬ ترهګري د ګردې نړۍ٬ منطقې او د پاكستان هم مسئله ده٬ د شهيدې بېنظير بهټو زوي يم او د ترهګرۍ تر ټولو زيات ځپل?? يم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خارجه چارو لپاره ?? سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه د كومې مشري چې د كمېټۍ چيېرمېن سينيټر فاروق اېچ نائيك كو??ه۔ په غونډه كښې خارجه سېكتر او نور چارواكي هم موجود وو۔ خارجه وزير ووئيل د شنګھائي مرستي تنظيم نامه اغستو نه غېر زمونږ كوربه يو څو چارو باندې خبرې كړي٬ د شنګھائي مرستي تنظيم د غونډې په مهال مې د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه شوي٬ ده ووئېل د اېس سي او غونډه كښې د پاكستان موقف ټولو ته وړاندې كړے شوے۔ ده ووئيل د ګوا تګ نه وړاندې مې دا پرېكړه كړې وه چې د هند خارجه وزير سره به ملاقات نه كوم۔ وزير خارجه ووئيل شنګھائي مرستي تنظيم کثير الجهتي فورم دے او پاكستان ئې د كال 2017 نه غړے دے۔ ده ووئيل د اېس سي او د خارجه وزيرانو كونسل غونډه كښې د ګډون په مهال هند كښې د مسلمانانو او كشميريانو په ضد د پروپېګنډې د ځ??اب وركولو موقع ترلاسه شوې۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل پاکستان يو سوله ايز هېواد دے او په منطقه كښې امن غواړي، د هندې بيانيې مې سخت ځ??اب وركړے۔ ده ووئيل د سعودي عرب او ايران ترمېنځه د اړيكو د بحالۍ هركلے كوٶ٬ ده ووئيل زه د يو پلېټ فارم د پرېښودو پلوي نه يم۔ ده ووئيل كه كمېټي اجازه وركړي نو زه د جي 20 په غونډه ان كېمره بريفنګ په ښه ډول وركولے شم۔ په دې مهال د خارجه چارو لپاره ?? سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې غړو او اړوندو چارواكو ګډون كولو