اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) وزي??اع??م شهباز شريف سره د چين صدر شي جن پنګ خاص نمائنده د چين نائب وزي??اع??م او د چين د كميونسټ ګوند د سنټرل كمېټۍ د پولټ بېورو غړي هي لي فېنګ ليدلي٬ د ملاقات په مهال د پاك چين اړيكو د يو شمېر اړخونو پشمول د چين پاكستان اقتصادي لارې (سي پېك) او په دوه اړخيزه اقتصادي او مالياتي مرسته د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ګل په ورځ د وزي??اع??م آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزي??اع??م محمد شهباز شريف د چين نائب وزي??اع??م هي لي فېنګ وزي??اع??م هاؤس ته په رسېدو تود هركلے وشو۔ وزي??اع??م شهباز شريف هي لي فېنګ ته په مارچ كښې د چين د نائب وزي??اع??م د چوكۍ په ذمه وارۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔ وزي??اع??م ووئيل چې چين په پاکستان كښې د كال 2022 د تباه كن سېلاب او پاكستان ته په رامخې ته موجوده معاشي چېلنجونو په خاص توګه د آئي اېم اېف سره لوظنامې ته په حتمي شكل وركولو په ستونزمن وخت كښې د پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ ٶ۔ د چين نائب وزي??اع??م هي لي فينګ د پاکستان او چين ستراتېژك شراكتداري او په دوستۍ او ورورلۍ اډانه اړيكې رامخې ته كړې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه شراكت كښې په پراختيا زور رواړو۔ ده د پاکستان معاشي او اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ كښې د چين د مستقل مرستې باور وركړو۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو مشرانو د سي پېك منصوبې د پاكستان او چين په مشتركه معاشي او اقتصادي پرمختګ كښې په مركزيت زور رواړو۔ وزي??اع??م شهباز شريف ووئيل د سي پېك لسمه سالګره دې منصوبې ته بيا د سره د پراختيا وركولو يوه ځالانده موقع ده۔ په ملاقات كښې وزي??اع??م محمد شهباز شريف چين ته زرعي برآمدات په زياتولو كښې د پاكستان د دلچسپۍ نه خبر كړو۔ په دې موقع پاكستان او د چين ترمېنځه زرعي، صنعتي او د مواصلاتو پشمول په نورو څانګو كښې د تفاهم په يادښتونو لاسليك وشو۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په سيمه ايزو مسئلو او د خپلو قامي ګټو تحفظ له د يو بل ملاتړ له د عزم څرګندونه وشوه۔ په دې موقع وزي??اع??م محمد شهباز شريف د چين نائب وزي??اع??م هي لي فېنګ په درناوي كښې د ماسپخين د مېلمستيا اهتمام هم كړې۔ د چين په پلاوي كښې د چين د سټېټ کونسل ډپټي عمومي سېكتر ګو وے، د چين نائب خارجه وزير سن ويډونګ، د نېشنل ډويلپمنټ اينډ ريفارم کم??شن نائب چيئرمېن کونګ ليانګ، د پيپلز بېنك آف چائنا ډپټي ګورنر زوان چينګنينګ او وانګ کيبنګ، د چين د تجارت وزارت د آسيائي چارواكو څانګې ډائريکټر جنرل وانګ ليپنګ، په پاکستان كښې د چين د سفارت چارج ډي افئيرز پانګ چنشوئے او د چين نورو لوړ پوري شامل وو۔ د پاکستان په پلاوي كښې وفاقي وزيران بلاول بھټو زرداري، سيد نويد قمر، محمد اسحاق ډار، رانا ثناءالله، مريم اورنګزېب، احسن اقبال، خواجه سعد رفيق، وزير مملکت حنا رباني کھر، د وزي??اع??م خاص مرستيال طارق فاطمي او د بېلا بېلو وزارتونو لوړ پوري هم شامل وو۔