اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې پاکستان امریکا سره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ سلامتيا او موسمياتي بدلون په شمول په ټ??لو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته لا وده وركول غواړي٬ د نګران حكومت بنيادي ذمه واري د ټاكنو په عمل كښې د الېكشن كمېشن مرسته كول دي٬ امريكائي كمپنۍ د انفارمېشن ټېكنالوجي په شمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې امريكائي سفير ډونلډ بلوم سره خبرو كښې وكړه كوم چې ده سره د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ امريكائي سفير د وزارت عظمی منصب ذمه وارۍ په ??نب??ل??لو وزيراعظم ته مباركي وركړه۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان او امريكا پخوانۍ او په پراخا بنيادونو اډانه دوه اړخيزه اړيكې لري۔ دوئ?? د ??وه اړخيزه اړيكو په موجوده مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه او تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ توان ٬ سلامتيا او د موسمياتي بدلون په شمول بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه همكارۍ ته وده ورك??لو كښې يۍ د حكومت د خوښۍ لرلو پخلې وكړو۔ وزیراعظم ووئيل چې د نګران حكومت ذمه واري د ټاكنو په عمل كښې د الېكشن كمېشن مرسته كول دي دغسې چې په جمهوري ډول د اقتدار منتقلۍ حوالې سره آئيني تسلسل په ځايې وساتلې شي۔ وزیراعظم د پاكستان معيشت مضبوط جوړ??لو له د امريكا د كردار ستائنه وكړه او د تل پاتي پرمختګ ترلاسه ك??لو له يۍ د اصلاحاتي ايجنډې روانې ساتلو سره اړوند د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې د امريكائي نجي كمپنۍ د مرستې ذكر ك??لو سره ده هيله ولرله چې نورې كمپنۍ به هم د سرمايه كارۍ موقعې ولټوي او په خاص توګه د آئي ټي په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخا امكاناتو څخه به ګټه پورته كړي۔ وزیر اعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو پياوړتيا له د پاک۔امریکی کمیونټۍ خذمات ستائلو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د اولسي كچې تړون زيات??لو په حاجت زور راوړو۔