اسلام آباد۔27ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان دنګې څوكې ٬ ښكلې تالابونه ٬ شنې او خېرازه وادۍ ٬ پخواني تهذيبونه او بشپړه كلتوري ورثه لرونكې هېواد دے٬د ??يو??ن صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د سې??ګر?? نړيوالې ورځې كومه چې نن د شورؤ په ورځ لمانځلې شي په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل ما لپاره دا خبره د خوشحالۍ ده چې نن مونږ د سي??حت ورځ لمانځوو٬ نن مونږ د منطقې پرمختګ او سوكالۍ كښې د سي??حت څانګې د كردار او صلاحيت كارولو د عزم پخلے كوؤ۔ ده ووئيل هر كال د ستمبر په 27 مه نېټه د ملګرو ملتونو د سي??حت نريوال تنظيم (يو اېن ډبليو ټي او) تر سېوري لاندې د سي??حت نړيواله ورځ لمانځلې شي۔ د دې ورځ لمانځلو مقصد د سي??حت څانګې اهميت او زمونږ په ټولنه د دې د اغېز په اړه اولسي شعور بېدارول دي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د ملګرو ملتونو د سي??حت نړيوال تنظيم د سې??ګر?? نړيوالې ورځې په موقعه انسانيت ٬ زمكې او سوكالۍ لپاره د نورې سرمايه كارۍ كولو حاجت په ډاګه كوي۔ ده ووئيل هم دا وخت دے چې مونږ اقتصادی پرمختګ او پېداواري صلاحيت زياتولو له د روايتي سرمايه كارۍ سره سره عصري او نوې غېر روايتي حل هم خپل كړؤ۔ ده ووئيل د روان كال په مهال د دې ورځې مقصد نجي څانكې ته د دې خبرې ترغيب وركول دي چې هغه د صفر كاربن اخراج طريقې خپلې كړي٬ د توان كھپت كم كړي او د ټولو سي??حتي ځايونو حیاتیاتی تنوع او ماحولیاتی توازن په ځاے ساتلو له د تجديد وړ توان څخه ګټه پورته كولو سره د تلپاتي سې??ګر?? بشپر صلاحيت وكاروي۔ صدر مملكت ووئيل راځۍ چې مونږ ټول يو غوره او تلپاتي سباؤن لپاره ماحول دوسته سرمايه كارۍ ته پام ګرځولو سره د تلپاتي سي??حت امكانات كارولو له په ګډه كار وكړؤ۔ (MWA/MWA/1327)