ملګري ملتونه ۔27ستمبر(اے پی پی) ?? ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كلنه غونډه پايې ته ورسېده په كومه كښې چې د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په شمول ګردې نړۍ څخه 42 حكومتي مشرانو ٬ 88 استازو او 650 وزيرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د ماحولیاتی بدلونونو او د مصنوعي ذهانت په ناسمه توګه د كارولو په څير چېلنجونه رامخې ته كړے شول۔ نړيوالو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې د اداره جاتي چېلنجونو باوجو?? ملګري ملتونه انسانيت ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له تر ټولو لوي پلېټ فارم دے۔ د پاكستان نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ?? ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د ستمبر په 22 مه نېټه خطاب كړے۔ په خپل خ??اب كښې ده ?? ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير شخړې حل د پاكستان او هند ترمينځه امن لپاره زيات مهم وګرځولو۔ ده سلامتي كونسل څخه غوښتنه وكړه چې هغه د جموں او كشمير په اړه په خپلو قراردادونو عمل درآمد باوري كړي۔ نګران وزيراعظم په خپل خ??اب كښې په نړيواله ورورولۍ په ډاګه كړه چې هند د جموں وكشمير په اړه د سلامتي كونسل د هغې قراردادونو عملي كولو څخه ډډه كړې په كومو كښې چې دا غوښتنه شوې چې د جموں وكشمير د سباؤن پرېكړه دې ?? ملګرو ملتونو پ?? نګرانۍ كښې د كشميري اولس د رايو شمېرې د لارې وكړې شي۔ ده په خپل خ??اب كښې د عمومي اسمبلۍ كلنې غونډې په ايجنډا د موجودو نورو موضوعاتو په اړه د پاكستان موقف په ډاګه كړو۔ د عمومي اسمبلۍ صدر ډینس فرانسس په خپل اختتامي خطاب كښې د نړۍ خلقو ته امن او سوكالي رسولو له ?? ملګرو ملتونو په كلك عزم رڼا واچوله۔ ۔ دې نه ځانله 13 زره څخه زياتو ملكي استازو ، د میډیا 2,600 غړو او 40 زره څخه زياتو نورو ګډون كوؤنكو په عامو مب??حثو او دې سره ??ه اړوندو د 100 څخه زياتو ايونټس كښې برخه واخسته۔