ملګري ملتونه 04 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په ټوله نړۍ كښې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د فلسطین او کشمیر په شان د زړو شخړو هوارولو ??و هلته وګړو ته د خپلواكۍ خق وركولو په حاجت زور راوړے دے۔ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل مندوب منیر اکرم د جنرل اسمبلۍ قانوني (6مې) کمېټۍ ته “د نړيوا??ي ترهه ګرۍ ختمولو په اقدامات” بحث په مهال ووئيل ??اي?? د ترهه ګرۍ په جامع ډول ختمولو لپاره مونږ له نه يواځې د دې علامات بلکه د دې بنیادی وجوهات هم حل كول غواړي۔ده په خپله تبصره كښې د ترهه ګرۍ د رامخې ته شوو رجحاناتو په اړه خبره وكړه او د دې لعنت مخنيوي له ئې د يو جامع کنونشن جوړولو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل جامع کنونشن كښې ??اي?? د ترهه ګري كوم تعریف ترنظره وساتلے شي او د نوو رامخې ته شوو خطرو پشمول د سپين پوست بر لاسے٬ پرتشدد کارروائۍ، پرتشدد قام پرستي، زینو فوبك، اسلامو فوبك، د نړۍ بيلو ??رخو كښې د اسلام مخالف نظریات او هندوتوا ډ??ي ترنظره وساتلې شي۔د پاکستان مندوب ووئيل نوې کنونشن ??اي?? د تره هګرۍ کارروائیو او خپلواكۍ حق او قامی آزادۍ لپاره د غیر ملکي او استعماری قبضې ترمخه د وګړو جائزو هلو ځلو ??رمينځه په واضح توګه فرق وكړي۔