اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) جموں وكشمير لپاره د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) خاص استازي یوسف ایم الدوبے وئيلي دي او آئي سي به د خپلواكۍ حق ترل??سه كولو له د كشميري اولس ملاتړ دوامدار ساتي، هند دې د 5 اګست 2019 غیر قانونی او يو اړخيزه اقدامات بېرته واخلي او كشميري اولس ته دې د خپلواكۍ جائز او منصفانه حق پشمول ټول حقونه وركړي۔ د شورؤ په ورځ په خارجه وزارت كښې خارجه سېكرټري سائرس سجاد قاضی سره ګډ خبري كنفرنس ته خطاب كښې د او آئي سي خاص استازي ووئيل زما د پاكستان دورې مقصد د كشمير په اړه په بشپړه توګه ځان خبرول دي۔ ده ووئيل جموں وكشمير د او آئي سي په پلېټ فارم يوه پخوانۍ ايجنډا ده ، د اسلامی مرستې تنظيم وخت په وخت په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د ناوړه وضعې سخته غندنه كړې ده۔ده ووئېل په او آئي سي كښ?? د ??شمير مسئلې ته خصوصي پام ګرځولے شي۔ او آئي سي به د خپلواكۍ حق ترل??سه كولو له د كشميري اولس ملاتړ روان ساتي۔ د او آئي سي خاص استازې به د آزاد جموں وكشمير دوره هم كوي دغسې چې هغه په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو او د بشري وضعې جاج واخلي۔ ده ووئيل د آزاد جموں و کشمیر دورې مقصد د روان كال په مهال په دسمبر كښې ګېمبیا كښې د او آئي سي 15 م سرمشريز كنفرنس څخه وړاند?? د ??قبوضه كشمير زمكيزو حقائقو ته ځان رسول او په دې اړه معلومات ترل??سه كول دي۔ ده ووئيل او آئي سي رابطه ګروپ په ستمبر كښ?? د ??لګرو ملتونو عمو??ي اسمبلۍ 78 مې غونډې په موقعه د كشميري اولس د خپلواكۍ حق له د خپل ملاتړ پخلے كړے ؤ ۔ ده د كشمير مسئلې په نړيوالو فورمونو رامخې ته كولو د پاكستاني حكومت ستائنه وكړه۔ په دې موقع خارجه سېكتر سائرس سجاد قاضي ووئيل د او آئی سی خاص استازي سره ملاقات كښی د كشمير په مسئله او د هند لخوا د بشري حقونو په پرله پسې خلاف ورزو خبرې شوي۔ ده ووئيل د او آئي سي خاص استازې به د لائن آف کنټرول (اېل او سی) دوره كوي چرته به چې ده ته د زمكيزو حقائقو په اړه بريفنګ وركولے شي۔ ده ووئيل خاص استازي ته يوه مهمه ذمه واري سپارلې شوې ۔ خارجه سېكرتري ووئيل هندي چارواكو عدالت څخه كشميري لارښود ته د مرګ سزا وركولو غوښتنه كړې ده كوم ته چ?? د ??ول عمري زندان سزا اورولې شوې ده۔ يو بل كشميري لارښود شبیر احمد شاہ د خپل 70 كاله ژوند ن??م څخه زيات عمر په زندانونو كښې تېر كړے دے۔ ده ووئيل د هند د 5 اګست 2019 يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات په مقبوضه سيمه كښې د ظلم او زياتي يو نوے باب پرانستے دے چې مقصد يۍ كشميريان په خپل وطن كښې په اقليت بدلول دي۔ ده د كشميري اولس په ملاتړ كولو د پاكستان لخوا د او آئي سي مننه وكړه۔ ده ووئيل كشميري اولس ته د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې بايد د خپلواكۍ حق وركړے شي۔