اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انيق احمد وئيلي دي كفر يو ملت جوړ شوے دے مونږ به د يو امت په شكل كښې كله رامخې ته كېږو۔ د دې خيالاتو څرګندون?? ده د اتوار په ورځ د جماعت اهل حرم تر اهتمام لاندې “اتحاد امت او مسئله فلسطین” کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزیر ووئيل د قرآن له مخې د ايمان خاوندان به غالب وي خو شرط دا دے چې مومن وي۔ كومه خبره چې قرآن كړې هغه پخه خبر?? ده۔ قرآن وائي چې كوم كسان د رب په زمكه د رب نظام نه نافذ كوي هغه ظالم ٬ فاسق او كافر دي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې كوم لارښود فلسطين ته نه دے رسېدلے او بل اړخ ته امريكائي او برطانوي حكومتي مشران ا??را??يل ته ورسېدل او ا??را??يل ته د خپل اړه د بشپړه ملاتړ باور وركړو۔ ده ووئيل اروپائي ائتلاف فلسطين ته د مرستې فوري بندولو حكم جاري كړو۔ آيا غزه څخه وروستو به ا??را??يل د جارحيت نښه بل كوم رياست جوړوي؟ ده ووئيل نبي علېه السلام فرمائيلي چې د ظالم لاس دې ونيولې شي او د مظلوم دې مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل په غزه كښې 7 روغتونونه بند كړې شوي دي په پاتې روغتونونو كښې بنيادي سهولتونه نشته۔ ده ??وښتنه وكړه چې اسلامي هېوادونه دې د ا??را??يل الوتكو له د خپلې فضا كارولو اجازه نه وركوي۔ د اسلامي مرستې تنظيم دې يوازې ?? غندنې په قراردادونو اكتفا نه كوي بلكې يوه ګډه تګلاره دې اعلان كړي۔ كنفرنس ته مفتی ګلزار احمد نعیمی ،مولانا ډاکټر شیر محمد سیالوی، مولانا کاشف ګلزار نعیمی، محترمې عائشه سید، محترمې زبیدہ خاتون، پیر سید سعادت علی شاہ او علامه شبیر میثمی هم خطاب وكړو۔