اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په ورلډ کلائميټ اېکشن سمټ ??ښې ګډون لپاره په متحده عرب امارات ??ښې مقيم دے، وزيراعظم به په ورلډ کلائميټ اېکشن سمټ ??ښې موسمياتي بدلون لپاره د پاكستان وژن وړاندې كوي ۔ د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال وياندې ووئيل په دبئۍ ??ښې د وزيراعظم په كرڼلاره ??ښې د مشرانو غونډه ??ښې ګډون او په سائيډ لائنز ځينې دوه اړخيزه ملاقاتونه شامل دي، وزيراعظم به د خالي په ورځ د مشرانو غونډې ته وېنا كوي چرته چې به ھغوي د موسمياتي بدلون لپاره د پاكستان وژن وړاندې كولو سره سره په لاس اينډ ډيميج فنډ ??ښې د مشتركه لوظونو وكالت كوي۔ وياندې ووئيل وزيراعظم به د موسمياتي ريزيلينس لپاره په مساوات او نړيواله مرسته هم زور راوړي۔ وياندې ووئيل په کوپ 28 ??ښې د پاکستان مقصد ‘لاس اينډ ډيميج’ فنډ فعالولو لپاره ګلوبل سټاك ټېك څخه د نتيجې وړ او په موسمياتي فنانس ??ښې په كلنه توګه سل اربه ډالر جمع كولو له د اوږد مهاله التواء هدف بشپړولو لپاره پرمختګ كوٶنكو هېوادونو سره مرسته كول دي۔ دې ووئيل د موسمياتي بدلون مشرانو غونډې لپاره دبئۍ ته د تګ نه وړاندې وزيراعظم د 26 نه تر 28 نومبر په متحده عرب امارات او د 28 نه تر 29 نومبر د كوريت دوره كړې۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ او د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زيد النهيان تر??ېنځه په شوې ملاقات ??ښې د دوه اړخيزه ستراتېژك مرستې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے شوے ٬ دواړو مشرانو په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه كړې او مقبوضه فلسطين ??ښې د بشري حقونو سنګين صورتحال ته پام ګرځولے شوے۔ ده ووئيل وزيراعظم انوار الحق کاکړ د کاپ 28 لپاره د متحده عرب امارات د صدارت د پاکستان لخوا د ملاتړ هم پخلے كړے٬ دغسې د دورې یه مهال د توان٬ پورټ آپرېشن پراجيکټس، د ناولو اوبو پاكولو٬ د خوراك حفاظت٬ لاجسټکس، معدنيات٬ بينکنګ او د مالياتي خدمات په څانګه ??ښې د مرستې پحقله د تفاهم په يو شمېر يادښتونو لاسليك هم شوے دے ۔