دوبئی ۔2دسمبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په دوبۍ کښې په ورلډ كلائمېټ اېكشن سمټ (ډبليو سي اے اېس) كښې په مېنز آف امپلېمېنټېشن د ګلوبل اسټاك ټېك (جي اېس ټي) د لوړې کچې ګردي مېز مباحثه کښې ګډون وکړو۔ په ګردي مېز مباحثه كښې د خپلو خیالاتو څرګندولو په مهال وزیراعظم د د م??سمياتي بدلون له امله د رامنځته شوي بحران شدت رامخې ته كولو سره په دې زیاتیدونکي چېلنج قابو موندلو له پرمختګ كوؤنكو هیوادونو لپاره د م??سمي مالیاتو، صلاحيت سازۍ او د ټېکنالوژۍ په ګډون د م??اسبو لارو چارو برابرولو په ضرورت ټینګار وکړو۔ د وزيراعظم د دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د كلائمېټ فنانس په اهميت زور راوړلو سره ووئيل چې د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو مالي ضرورتونه د 100 ب??ين امريكائي ډالرو څخه زيات دي۔ وزيراعظم پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د قيادت سازۍ په غوره توګه برابرولو سره سره د ثابت شوې موسمياتي ټېكنالوجۍ په منتقلولو هم زور راوړو۔ ده د م??ګرو ملتونو په نظام كښې د لا همغږۍ او رابطو زياتولو په حاجت هم ټينګار وكړو۔ دا ولنے ګلوبل اسټاك ټېك (جي اېس ټي) د بېلو هېوادونو او همكارانو لپاره د پېرس لوظنامې هدفونو ترسره كولو له د اجتماعي پېشرفت جاج اخستلو عمل دے۔ دا د لوړې كچ?? دستوره په كوپ 28 كښې د مېنډېټ ايونټس د يو سيريز برخه وه په كومه كښې چې 30 حكومتي مش??انو ګډون وكړو۔