اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي سكول ته د نه تلونكو 2 كروړه 80 لكه ماشومانو تر تعليم رسنې لپاره د شريكو هل?? ځلو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي په دې لړ كښې جوماتونه د خواندګۍ او تعليمي مقاصدو لپاره استعمالېدې شي۔جوماتونه او مدرسې په لاندې كچه د مهمو سماجي او صحت مسئلو په اړه بېداري پېدا كولو نه علاوه اخلاقي اقدارو ته په وده وركولو كښې هم مهم كردار ترسره كولې شي٬د دې خيال??تو څرګندونه صدر مملكت د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د جوماتونو او مدرسو په اړه د يوې غونډې مشرۍ كښې وكړه۔په غونډه ګښې د مذهبي چارو لنډ مهاله وفاقي وزير انيق احمد٬د اسلامي نظري??تي كونسل چيئرمېن پروفيسر ډاكټر قبله اياز٬صوبائي وزيرانو او د اوقاف او مذهبي چارو محكمې استازو سره سره د تعليم او پېشه وره تربيې وزارت چارواكو هم ګډون كولو ۔په دې موقع په خپل خطاب كښې صدر ووئيل په پاكستان كښې د سكولونو څخه بهر نزدې 28 ملين ماشومانو ته تعليم وركول يو ډېر لويې چېلنج دے كوم لپاره به چې د زرګونو نوو سكولونو او اضافي وسائلو ضرورت و??۔ده د سكول څخه بهر ماشومانو ته د تعليم وركولو لپاره د ټولنې په اجتماعي هل?? ځلو زور راوړو ۔د تعليم او پېشه وره تربيې وزارت چارواكو غونډې ته ووئېل د سكول څخه بهر ماشومانو ته د تعليم وركولو لپاره يو د تعليم پروګرام پېل كړے شوے ۔صدر مملكت و??ئيل جوماتونه او مدرسې د جمعې خطبو د لارې د اخلاقي اقدارو ٬ورورولۍ٬روادارۍ٬امن٬ د مذهبونو همغږۍ او د يو بل د حقونو احترام ته وده وركولو سره د ټولنې اصلاح او د ټولنو په خرابو قابو موندلو كښې مهم كردار ادا كولې شي۔ده د جوماتونو د لارې د ذهني او عمومي صحت مسئلو د مخ نيوي ٬د آبادۍ ښېګړې٬د مذهبونو تر مينځه همغږۍ٬د مېرمنو حقونو او د كميونټۍ په كچه د خوراك كمي په اړه د شعور بېدارولو په ضرورت هم زور راوړو۔