کراچۍ 11 اګست (اے پي پي) ?? پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری وئيلي دي چې د اقلیتونو د حقونو تحفظ هم د آئین پاسداری ده،د كركي او تقسیم سیاست خاتمه او د اقلیتونو پشمول ټول پسمانده طبقو له سماجی انصاف يواځي پیپلز ګوند وركولې شي،?? پاکستان مؤسس قائداعظم محمد علی جناح د 11 اګست تاریخی تقریر كښې واضحه كړې وه چې نوي ریاست كښې به ټولو وګړو ته به يو ډول حقونه او مذهبی آزادی ترلاسه وي۔ بلاول هاؤس میډیا سیل د اړڅه جاري شوې بيان له مخې بلاول بھټو زرداری د اقلیتونو په قامی ورځ په ??پل يو پیغام كښې ووئ??ل پیپلز ګوند د اقلیتونو د حقونو او ګټو تحفظ په اړھ عمر له عادلانه او د عمل وړ نقطه نظر اختیار کړې،1973 آئین د پی پی پی د نقطه نظر يو واضحه مثال دې،كوم چې ټولو اقلیتونو له يو ډول حقونو ضمانت وركوي۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل شهیدي محترمي بینظیر بھټو ??پل ادوارِ كښې د اقلیتونو مسئلو حل كولو او د هغوي پرمختګ او ښېګړي لپاره يو شمير ګامونه پورته كړې دي،بینظیر بھټو د اقلیتونو لپاره چې كوم انقلابی اقدام كړي ، په هغې كښې د اقليتي چارو وزارتِ جوړول شامل دي۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل 11 اګست د اقلیتونو قامی ورځ په توګه لمانځلو په پريكړه پخواني صدر آصف علی زرداری ته هم پيرزوئنې وړاندې كوم۔ده ووئ??ل پیپلز ګوند ??پل غير مسلمه کارمندانو له قامی او صوبائی اسمبلیو په جنرل چوكو ټکټ وركولو او په سېنېټ كښې هم ??پل غیر مسلم کارمندانو له بشپړه نمائندګی وركړي او نورو ګوندونو په مقابله كښې ئې د ??پل حكومتونو په کابینه كښې هم اقلیتی ورورولۍ له تر ټولو زياته نمائندګی وركړي۔